د لاسرسي ځای

تازه خبر

انډونیشیا غونډه: طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانيزي او بين الافغاني خبرې دې پيل کړي


د ډېسېمبر پر اتمه د افغان مېرمنو د تعلیم په اړه د بالي په کنفرانس کې د ۲۰ هېوادونو او يوشمېر نړيوالو سازمانونو استازو برخه اخيستې وه.
د ډېسېمبر پر اتمه د افغان مېرمنو د تعلیم په اړه د بالي په کنفرانس کې د ۲۰ هېوادونو او يوشمېر نړيوالو سازمانونو استازو برخه اخيستې وه.

په انډونیشیا (انډونيزيا) کې د افغانستان په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره له افغانانو سره د پیوستون او په دې برخه کې د ښځو د تعلیم پر ارزښت ټینګار شوی دی.

د ډېسېمبر پر اتمه د کنفرانس د پای په اعلامیه کې پر شاوخوا ۱۰ خبرو ټینګار وشو چې په سر کې یې د تلپاتې سولې لپاره د بین الافغاني خبرو یادونه وه.

همدارنګه په غونډه کې د افغانستان د پرمختګ او سولې او ثبات لپاره د ښځو رول حیاتي بلل شوی او ټينګار وشو چې که هغوی ته په ټولنه کې "مساوي او بامعنا" ونډه ورکړل شي، نو له "شک پرته" به دا هدفونه ترلاسه شي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونې ښوونځي لا هم تړلې پرتې دي او پر هغوی د لوبو او زياترو ادارو کې د کار کولو محدوديتونه لګول شوي دي.

د ډېسېمبر پر اتمه د افغان مېرمنو د تعلیم په اړه د انډونیشیا او قطر په ګډ کوربتوب په بالي کې په کنفرانس کې د امریکا، ناروې، متحده عربي اماراتو او پاکستان په ګډون د ۲۰ هېوادونو او يوشمېر نړيوالو سازمانونو استازو برخه واخیسته.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډيو ته وویل چې د کنفرانس د ګډونوالو "غوښتنې د افغانستان له اوسني حالت سره د تطبیق وړ نه‌ دي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG