د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ: نړۍ ولې د افغان جينکو د تعلیم په اړه غږ نه پورته کوي


د لندن په لاريون کې د ملالې يوسفزۍ ترڅنګ افغان ښځینه فعالې فوزیه کيفي او نورو فعالانو ګډون درلود.
د لندن په لاريون کې د ملالې يوسفزۍ ترڅنګ افغان ښځینه فعالې فوزیه کيفي او نورو فعالانو ګډون درلود.

د سولې نوبېل جایزه ګټونکې او د ماشومانو د تعليم مبارزې ملالې یوسفزۍ د نړۍ پر مشرانو نیوکه کړې چې ولې د دې په خبره، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره غږ نه پورته کوي.

ملالې یوسفزۍ دا څرګندونې د نومبر پر ۲۷مه په لندن کې هغه لاریون ته په وینا کې کړې دي چې پکې د افغانانو تر څنګ په سلګونه کسانو ګډون کړی وو.

ملالې یوسفزۍ وویل، دا پوهېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونه له څومره ستونزو سره مخامخ دي. هغې زیاته کړه چې د نړۍ مشران باید غلي پاتې نه‌ شي او د افغان نجونو او ښځو غږ واوري او ډېر څه ورته وکړي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ملاتړ د نومبر پر ۲۷مه نېټه په لندن او د کاناډا په ځینو ښارونو کې لاریونونه وشول.

په افغانستان کې طالبانو د تېر کال د اګست پر ۱۵مه له واکمنېدو راهيسې لا هم تر شپږ ټولګي پورته د نجونو سکولونه تړلي دي.

که څه هم ملالې يوسفزۍ پر نړيوالو تنقید کړی خو له کله چې طالبان په واک کې راغلي، امریکا، اروپايي هېوادونو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو په افغانستان کې د ښځو پر تعلیم د طالبانو پر بندېز په وار وار نيوکې کړې دي.

څو ورځې وړاندې د نومبر پر ۲۴مه اروپايي پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د ناوړه وضعیت او پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو په اړه یو پرېکړه‌ ليک منظور کړ.

په دې پرېکړه‌ لیک کې لیکل شوي چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، اوس‌ مهال د طالبانو تر حاکميت لاندې د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې ستر شاتګ، کېدای شي جنسيتي تبعیض وبلل شي.

په پرېکړه‌ لیک کې زیاته شوې چې طالبان باید دا ډاډ ورکړي چې ښځې کولای شي په عام ژوند کې فعاله ونډه واخلي.

پرېکړه لیک له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې له طالبانو سره یې د تعامل په برخه کې دا مسله باید د اساسي شرط حثیت ولري. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نومبر پر ۲۷مه نېټه مشال رېډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته د اسلام په چوکاټ کې ټول حقونه ورکړل شوي دي.

ښاغلی مجاهد داسې مهال دا خبره کوي چې د ښځو زده‌کړه او کار روزګار په اسلام کې منع شوی نه‌دی، خو طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او تر خوا یې له څو محدودو دولتي ادارو پرته، نورو ټولو کې نجونې او ښځې له کاره لېرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG