د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا نوې بڼې مخنیوي لپاره نوي بندیزونه لګوي


د ۲۰۲۱م کال د جولايي پر ۲۸مه په کراچۍ کې د کورونا وایرس مخنویي له لارښوونو د سرغړونې له کبله چارواکي یو دوکان تړي.
د ۲۰۲۱م کال د جولايي پر ۲۸مه په کراچۍ کې د کورونا وایرس مخنویي له لارښوونو د سرغړونې له کبله چارواکي یو دوکان تړي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس د څار او قابو کولو ملي ادارې په ملک کې د وایرس نوې اومېکرون بڼې زياتيدونکې کيسونو مخنيوي لپاره د جنورۍ له ۱۷مې نوي بنديزونه عملي کوي.

يادې ادارې دا اعلان د جنورۍ پر ۱۵مه له هغه وروسته په يو بيان کې کړې چې په ملک کې یې د کورونا وايرس نوې بڼې کيسونو کې د زياتوالي جاج اخستو لپاره غونډه وکړه.

په غونډه کې د پروازونو او په ولسي ټرانسپورټ ځايونو کې د خوراک پر خدماتو د جنورۍ له ۱۷مې د بنديز لګولو فيصله شوې ده.

د دې ترڅنګ د تعليم او صحت صوبايي وزيرانو غونډه د جنورۍ پر ۱۷مه رابلل شوې ده چې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره په نویو لارښوونو خبرې وکړي.

د سيند صوبې د وزيراعلا مراد علي شاه په مشرۍ کې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره جوړې کاري ډلې هم د جنورۍ پر ۱۵مه غونډه کړې ده.

د اعلا وزير له دفتره پر ټويټر پاڼه خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې په صوبه کې د کورونا وايرس اومېکرون بڼې کيسونو کې د زياتوالي له کبله به د احتياطې لارښوونو عملي کولو لپاره سختي کوي.

خو بیان زیاتوي چې پر دې هر څه سربېره به ټولې تعليمي ادارې خلاصي وي.

د مراد علي شاه په مشرۍ کې شوې دې غونډې دا پريکړه هم کړې چې په سرکاري محکمو کې د ماسک نه لګوونکو افسرانو خلاف به د جرمانې په توګه د يوې ورځې تنخا ګرځوي.

بیان زیاتوي چې د دې تر څنګ به په ټولو ولسي ځايونو کې د تمبوزک یا ماسک اچول لازمي وي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۴۰۲۷ پېښې ثبت شوې دي.

د کورونا وایرس په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په پاکستان کې تر اوسه تر ۱۳ لاکه او ۲۴ زره زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوې دي.

د یادې ویب پاڼې په لیکنه، تر اوسه له دې وبا څخه تر ۲۹۰۰۰ زيات کسان مړه شوي‌دي. په دې کې نهه تنه د جنورۍ پر ۱۵مه مړه شوي دي.

بل پلو تر اوسه له کورونا څخه تر ۱۲ لاکه او ۶۳ زره زیات کسان جوړ شوي‌ هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اومېکرون بڼه د پخوانیو بڼو پرتله په چټکۍ خپرېږي. د چین هیواد له ووهان څخه د پیل شوي کورونا وایرس دا نوې بڼه تر اوسه د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې خپره شوې ده.

XS
SM
MD
LG