د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ د جنسي ځورونو خلاف اصلاحاتي بیل منظور کړ


د بشري حقونو مبارزان وايي چې په پاکستان کې د جنسي ځورونو پېښې یوازې له ښځو سره نه بلکې سړو سره هم کېږي.
د بشري حقونو مبارزان وايي چې په پاکستان کې د جنسي ځورونو پېښې یوازې له ښځو سره نه بلکې سړو سره هم کېږي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د کار په ځایونو کې د جنسي ځورونو خلاف اصلاحاتي بیل منظور کړ.

د بشري حقونو وزارت د جنورۍ پر ۱۴مه پر ټویټر لیکلي چې وزارت د کار په ځایونو کې د جنسي ځورونو مخنیوي لپاره قانوني مسوده جوړه کړې وه چې وروسته پکې سېنېټ ځینې اصلاحات کړي وو.

وزارت زیاتوي چې د جنورۍ پر ۱۴مه اسمبلۍ دا قانوني مسوده منظوره کړه چې موخه یې د کار په ځایونو کې د ښځو موجودګي زیاتول او د جنسي ځورونو خلاف له قانونه تشه یا خلا لرې کول دي.

د بشري حقونو وزارت دا هم وايي چې دا بیل د کار په رسمي او غیر رسمي دواړو ځایونو کې خلکو ته د جنسي ځورونو په وړاندې تحفظ ورکوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکوونکو د حکومت دا اقدام ستایلی خو د دې په سمه توګه د عملي کېدو غوښتنه هم کوي.

د بشري حقونو مبارزان وايي چې په پاکستان کې د جنسي ځورونو پېښې یوازې له ښځو سره نه بلکې سړو سره هم کېږي.
د بشري حقونو مبارزان وايي چې په پاکستان کې د جنسي ځورونو پېښې یوازې له ښځو سره نه بلکې سړو سره هم کېږي.

د جرمني ډویچې ویلې ورځپاڼې خبریالې عصمت جبین د جنورۍ پر ۱۵مه مشال رېډیو ته وویل چې په پاکستان کې اکثره په دفترونو کې د جنسي ځورونو پېښې ثبتېږي خو د جنسي ځورونو خلاف د دې قانوني مسودې منظورۍ سره به تر ډېره د دا ډول پېښو مخنیوی یقیني شي.

نوموړي وايي: "زما په خیال د دې قانوني مسودې منظورېدو وروسته به د جنسي ځورونو په پېښو کې کمی راشي. ځکه چې اوس له دې قانون سره به څوک هم د جنسي ځورونې وروسته نشې بچ کیدلی. په پاکستان کې د ځينو ټولنیزو مسئلو له وجې ښځې دا ډول پېښې نه رپوټ کوي خو د داسې قوانینو جوړېدو او بیا د اصلاحاتو وروسته په هغې کې د بهترۍ راوستو سره به دا د ښځو لپاره قانوني او ټولنیز ځواک جوړ شي."

په پاکستان کې د کار په ځایونو کې له جنسي ځورونو څخه د ښځو د خوندیتوب لپاره د ۲۰۱۰ز کال قانون هم دی. په خیبرپښتونخوا کې بیا د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ کې هم دا ډول اصلاحاتي قانون منظور شوی دی.

غېر سرکاري ادارې څه وایي؟

په خېبر پښتونخوا کې د جنسي ځورونو مخنیوي لپاره د جوړې شوې کمیټۍ غړې او ښځو ته د واک ورکولو لپاره له یوې غیر سرکاري ادارې ډیوې کارکوونکې سبا وايي چې اکثره خلک د جنسي ځورونو د ثبتولو په اړه پوره پوهاوې نه لري او زیاتره ښځې بیا د ټولنیزو بندیزونو له وجې په دې اړه خاموشه پاتې شي چې ورسره په پاکستان کې د کار په ځایونو کې د جنسي ځورونو پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.

نوموړې وویل:" بیلونه خو منظور شي خو کمیونټي کچې ته راوستل یې زیات ضروري دي. ډېرې لږې ښځې د جنسي ځورونو خلاف غږ پورته کوي. که څوک په دې اړه خبره کوي چې دا پېښې ولې کېږي نو خلک وايي چې تاسو له کورونو ولې راوځئ، ښځې یوازې تر کورونو محدوده دي."

د پاکستان حکومت د جنسي ځورونو په ګډون د بېلا بېلو پېښو مخنیوي لپاره محتسب ادارې هم جوړي کړي دي چې ورسره دا ډول شکایتونه درج کېږي.

د خیبر پښتونخوا د جنسي ځورونو خلاف محتسبې رخشنده ناز په تېر ډېسېمبر میاشت کې په پېښور کې سرکاري او غیر سرکاري دواړو دفترونو ته ویلي وو چې د جنسي ځورونو مخنیوي لپاره د کمیټو، نه جوړولو په صورت کې به یو لاک روپۍ جرمانه کېږي.

د بشري حقونو مبارزان وايي چې په پاکستان کې د جنسي ځورونو پېښې یوازې له ښځو سره نه بلکې سړو سره هم کېږي.

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې عورت فاونډیشن غړي عاصم ملک مشال رېډيو ته وویل چې په وروستیو کې د کار په ځایونو کې د ښځو ترڅنګ له سړو سره د جنسي ځورونو پېښې رپوټ شوي دي خو د دوی د معلوماتو په اساس په دې کې له ښځو سره د جنسي ځورونو پېښې زیاتي دي.

د پاکستان د بشري حقونو وزارت په ډېسېمبر کې ویلي ول چې له دوی سره په تېرو څلورو کلونو کې په ښځو د جنسي تشدد او د کار په ځایونو کې د جنسي ځورونو ۱۶ زره ۱۵۳ پېښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG