د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تحریک انصاف ځېنو مشرانو د خپل حکومت پر تګلارو نيوکې کړې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په دې وروستیو کې، د واکمن ګوند تحریک انصاف د مهمو غړو او مشرانو ترمنځ د یو بل پر ضد داسې بیانونه تبادله شوي چې شنونکي ترې د اختلافاتو الهام اخلي.

د خیبر پښتونخوا د اېن ای ۲۷مې حلقې غړي نور عالم خان د جنورۍ پر ۱۴مه، په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال، پر خپل حکومت سخت ټکونه وکړل. نوموړي، پر مرکزي حکومت د نیوکو کولو په ترڅ کې وویل چې د خیبر پښتونخوا مشکلاتو ته څوک پاملرنه نه کوي.

هغه وړاندې وویل:"ایا پېښور د پاکستان برخه نه ده؟ ایا دا د ملک د حدودو نه بهر واقع ده؟ ایا پاکستان کې یواځې څلور ضلعې دي؟ نوښار، صوابۍ، سوات او میاوالي؟ موږ نه بجلي لرو، نه ګیس، نه راته څوک فنډونه راکوي."

د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک
د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک

نوموړي وړاندې وویل، د ګرانۍ خبره خو پر دې سربېره ده چې ټول بوج یې په غریبو خلکو پرېووځي.
نور عالم خان تر دې وړاندې هم د ګرانۍ د زیاتېدو خلاف بیانونه ورکړي او پر خپل حکومت یې ټکونه کړي دي.

همدا رنګه، د دفاع مرکزي وزیر پروېز خټک او د وزیراعظم عمران خان ترمنځ هم په یوه غونډه کې د سختو خبرو تبادله شوې وه. د پاکستانیو رسنیو د راپورونو په وینا، پروېز خټک هم د نور عالم خان په شان پر عمران خان او د هغه پر حکومت سخت تنقیدونه کړي وو. د دواړو ترمنځ په خیبر پښتونخوا کې د ګیسو د بحران پر سر سختې خبرې تبادله شوې وې.

پروېز خټک وروسته رسنیو ته ویلي وو چې هغوی په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ګیسو د رسولو په سر له وزیراعظم سره خبرې کړې دي.

په سینیټ کې د جماعت اسلامي غړی مشتاق احمد خان وايي، د واکمن ګوند د غړو ترمنځ دا ډول اختلافي بیانونه تبادله کېدل ښايي چې د تحریک انصاف حکومت د ناکامۍ سره مخامخ دی.

د سیاسي چارو شنونکي قریش خټک هم مشال راډیو ته وویل، د واکمن ګوند د غړو ترمنځ د داډول بیانونو راکړه ورکړه د هغوی د کمزورۍ غمازي کوي.

خو د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف یو غړی او په قامي اسمبلۍ کې د خیبر د خلکو استازی اقبال اپریدی بیا وايي، د هغوی د ګوند دننه د بیان د ازادۍ پوره خیال ساتل کېږي او ترمنځ یې هېڅ ډول اختلافات نشته.

تحریک انصاف د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې له بري ترلاسه کولو وروسته په مرکز او ځینو صوبو کې حکومتونه جوړ کړي. د مخالفو ګوندونو ایتلاف پي ډي اېم وايي، په هغو ټاکنو کې درغلۍ شوې وې خو تحریک انصاف بیا وايي، هغه ټاکنې رڼې وې.

XS
SM
MD
LG