د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا اومېکرون بڼې له کبله الوتکو کې خواړه ورکول بند کړل


د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا اومېکرون بڼه په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا اومېکرون بڼه په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

په پاکستان کې د کورونا وايرس اومېکرون بڼې په تېزۍ سره خپرېدو ته په کتو د دې هېواد د هوابازۍ ادارې په الوتکو کې سپرليو ته د خوړو پر ورکولو بندیز لګولی دی.

پاکستان سول اېوي اېشن اتارټي د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د جنورۍ له ۱۷مې نېټې څخه به په هېواد دننه پروازونو کې مسافرانو ته ډوډۍ او د خوړو نور توکي نه ورکول کېږي. اداره ليکي چې دا ګام د کورونا اومېکرون بڼې د مخنيوي په خاطر اخيستل شوی دی.

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا اومېکرون بڼه په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د کورونا وايرس د څار او قابو کولو ادارې( اېن سي او سي) د وايرس په اړه ورځنيو رپورټونو جاج واخیستل نو معلومېږي چې يوازې په تېره یوه اوونۍ کې په اومېکرون بڼې باندې د اخته کسانو شمېر تر ۵۰ فيصده زیات شوی دی.

ادارې د جنورۍ پر ۱۶مه نېټه پر ټويټر پاڼه لیکلي چې په تېر شواروز کې ۴۰۲۷ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دی چې هم دغه شمېر يوه اوونۍ وړاندې د جنورۍ پر نهمه نېټه ۱۵۷۲ وو.

د پېښور د حیات مېډيکل کمکپلېکس د مېډیسن څانګې مشر ډاکټر محمد نور وزير چې پر کورونا وايرس يې پلټنې کړي، وايي چې د وايرس د نورو بڼو پرتله اومېکرون بڼه ډېره په تېزۍ سره له يو کس څخه بل ته لګېږي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۶مه نېټه مشال راډيو ته وویل، "که څه هم د کورونا اومېکرون ناروغي د نورو هغو پرتله شدت نه لري خو د دې د خپرېدو شرح تر نورو بڼو بیخې زیاته ده."

د اومېکرون وايرس خپرېدنې پاکستان د کورونا له پنځمې څپې سره مخامخ کړی دی. تېره څپه د کورونا ډېلټا بڼې وه چې د تېرکال سېپټمبر میاشت کې يې زور کم شوی وو.

خو د اومېکرون له زیاتېدو سره د پاکستان د وايرس د څار ادارې (اېن سي او سي) د جنورۍ له ۱۷مې څخه ځينې بندیزونه اعلان کړي دي.

ادارې صوبايي حکومتونو ته ويلي چې د وايرس د مخنيوي لپاره دې پر لارښوونو عمل یقيني کړي. د خيبر پښتونخوا پبلک هېلت اسوسيیېشن مشره ډاکټر صايمه عابد وايي چې زیاتره خلک پر حکومتي لارښوونو عمل نه کوي.

نوموړې د جنورۍ پر ۱۶مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې زیاتره خلک ماسکونه نه تړي، له يوه بله فاصله نه ساتي او په بازارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته وي.

هم دا خبره د اسلام اباد د ځوان ډاکټرانو سازمان مشر ډاکټر فیض اڅکزی هم کوي خو وايي، بايد حکومت په سختۍ سره د وايرس په اړه اعلان شوي اقدامات عملي کړي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د ضلعي حکومتونو له لارې پر لارښوونو عمل کول یقیني کړي.

د ده په خبره، "بايد حکومت او د پاکستان رسنۍ په ګډه د کورونا وايرس په اړه د پوهاوي کمپېن وچلوي او د دې ترڅنګ خلکو ته پکار دی پخپله هم لاسونه ووينځي او له يوه بل سره فاصله وساتي."

د پاکستان حکومت د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د واکسين لګولو کمپاين ته هم دوام ورکړی دی.

د وايرس د څار او قابو کولو ادارې ( اېن سي او سي) د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې تر اوسه تر يو کروړ ۶۶ لکه څخه زیاتو کسانو ته د واکسين يوه ستنه لګول شوې ده.

XS
SM
MD
LG