عصمت شاهجهان، چې د عوامي ورکرز پارټۍ يوه مخکښه هم ده، وايي چې د پاکستانيو ښځو حالت تر هغې نشي ښه کېدای چې رياست د هغوی د خيرښېګڼې، په تېره د تعليم، صحت او روزګار چارو ته جدي پام نه وي کړی.
ډاکټران وايي په پاکستان کې د کورونا ناروغۍ دريمه څپه ډيره په تيزۍ سره خپريږي چې له وجې ورځ تر بله هسپتالونو ته په زيات شمير کې مريضان راروان دي.
شیخ رسید ویلي حکومت به نن په قامي اسمبلۍ کې د فرانس د سفیر له هېواده د اېستلو لپاره قرارداد راوړي او تحریک لبیک به په ټول ملک او په خاصه توګه د مسجد رحمت اللعالمین سره چې کومی دهرنی یا پرلتونه دي
شیخ رشید پر خپله ټویټر پاڼه په خپل بیان کې ویلي چې دغه مذاکرات د پنجاب صوبایي حکومت کړي دي. دی وايي، تحریک لبیک ۱۹۲ ځایونه تړلي ول چې په هغوی کې د اتوار په ورځ (۱۸م اپرېل) حکومت ۱۹۱ ځایونه خلاص کړي دي.
د پنجاب پولیسو پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې "ورانکارو" په لاهور کې پر نواکوټ تاڼې برید وکړ. بیان وايي، د برید له وجې پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري په تاڼه کې بند پاتې شول.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په بیان کې وویل، که چا تر بندیز لاندې سازمانونو او ډلو ته د روژې په میاشت کې او یا تر هغې وروسته پیسې ورکړې نو پر ضد به یې کارروايي کوي.
د چارواکو په وینا د هېواد د ځینو نورو برخو په شان د سېند صوبې په سر ښار کراچۍ کې هم د کورونا وایرس هغه بڼه موندل شوې چې له بريتانیې، جنوبي افریقې، نایجیریا او برازیل څخه یې سرچینه اخېستې ده.
د دې لپاره د دغه ملک دننه ۳۵ مرکزونه پرانستل شوي او ورسره د نوملیکنې لپاره د کډوالو کېمپونو ته ګرځنده خدمت (ګاډي) هم ورځي.
د پاکستان ریاستي ادارې سختدریځې ډلې ساتي، مرستې یې کوي، استعمالوي یې هم خو بیا یو وخت راځي چې خلاف یې شي او چې کله هغوی ورته ننګوونکي شي نو بیا یې وژني خو د دې بیا بیا جوړولو او بیا بیا ړنګولو په فلسفه یې پوه نه شو، سهېل وړایچ
د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د اپرېل پر ۱۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د خبرو له لارې د ډلې له مشرانو سره د مسلو هواري هڅه وکړه خو هغوی په مظاهرو کې پر پولیسو
د مشال رېډيو خبريال وايې چې د پنجاب پوليسو چارواکو وېلي دي چې په سېشنبه په لاهور کې د تحريک لبېک له کارکنانو سره يې په نښتو کې يو پوليس چارواکی مړ او لږ تر لږه ۴۰ ژوبل شوي دي.
د اپريل پر ۱۱مه له پېښوره خپرېدونکې مشرق ورځپاڼې په يو خبر کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير محمود خان په حواله وويل چې نوموړي په دې ښار کې د يادې پروژې د پيل اعلان کړی دی.
نور وښیئ