د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت تحریک لبیک پاکستان ناقانونه ډله ګرځوي: شیخ رشید


د تحریک لبیک پاکستان پلویانو د پولیسو پر زغروال ګاډي کاڼي اورووي. ۲۰۲۱، ۱۳م اپرېل
د تحریک لبیک پاکستان پلویانو د پولیسو پر زغروال ګاډي کاڼي اورووي. ۲۰۲۱، ۱۳م اپرېل

پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي، حکومت فیصله کړې ده چې تحریک لبیک پاکستان یوه کالعدم تنظیم وګرځوي.

نوموړي نن (اپریل ۱۴ ) په اسلام اباد کې د امنیت په اړه د یوې غونډې نه وروستو وویل چې دا پریکړه یې د پنجاب حکومت په خواست کړې ده.

دا بندیز پر داسې مهال لګېږي چې د تحریک لبېک پاکستان د مشر سعد رضوي له نیولو وروسته په ټول ملک کې د یاد تحریک په احتجاجي دهرنو او مظاهرو کې له پولیسو سره په نښتو کې ګڼ کسان ژوبل شوي دي.

د مشال رېډيو خبريال وايې چې د پنجاب پوليسو چارواکو وېلي دي چې په سېشنبه په لاهور کې د تحريک لبېک له کارکنانو سره يې په نښتو کې يو پوليس چارواکی مړ او لږ تر لږه ۴۰ ژوبل شوي دي.

پوليس زياتوي چې بلوه ګرو کارکنانو ولسي ټرکونو او سرکاري املاکو ته هم زيان اړولی دی.

بلخوا د تحريک لبېک يو وياند راجه دانش بختيار بېګا مشال رېډيو ته وويل چې نن به يې په دويمه ورځ هم مظاهرې روانې وي. نوموړي ادعا کړې چې له پوليسو سره په نښتو کې يې اووه کسان مړه شوي دي.

د تحریک لبیک پاکستان په مظاهرو کې دوه تنه مړه، یوشمېر ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00

د سعد رضوی د نیولو وروستو د تحریک لبیک غړیو او پلویانو د لاهور، کراچۍ او پنډۍ پشمول د هېواد په یو شمېر ښارونو کې مظاهرې او پرلتونه پیل کړي دي. دوي غوښتنه کوي چې د فرانس سفیر دې له پاکستانه واېستل شي ځکه چې د دوی په نظر دغه هېواد په چارلي هیبډو مجله کې د پیغمبر اسلام د خاکو چاپولو د حق دفاع کوي.

پروسږ کال په فرانس کې یوه ۱۸ کلن چېچن توکمه کس د ښوونځي یو استاد په کلاس کې زده کونکو ته د بیان ازادۍ د درس پر مهال د اسلام پیغمبر د خاکو ښوولو په تور وواژه. د فرانس ولسمشر اېمانوېل مکرون له هغه وخت راهیسې د پیغمبر د خاکو خپرولو دفاع کړې.

XS
SM
MD
LG