د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د تحریک لبیک پاکستان غوښتنې ومنلې


د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې د تحریک لبیک پاکستان احتجاج: ۲۰۲۱، ۱۹م اپرېل
د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې د تحریک لبیک پاکستان احتجاج: ۲۰۲۱، ۱۹م اپرېل

وفاقی وزیر شیخ رشید ویلي د پاکستان حکومت به نن د اپریل پر شلمه نېټه پارلیمنټ ته له پاکستانه د فرانسې سفیر د اېستلو او له دغه هېواد سره تجارتي او سفارتي تعلقات ختمولو قرارداد وړاندې کوي.

د پاکستان د حکومت او د تحریک لبیک پاکستان ترمینځه د خبرو اترو د درېم پړاو وروستو د داخله چارو وزیر شیخ رشید په وینا، مذاکرات کامیابه شوي، د خبرو اترو اولنۍ لړۍ د تېر اتوار په ورځ پیل شوه چې وروستۍ لړۍ یې تر بېګا ناوخته روانه وه.

وفاقی وزیر شیخ رشید د خپل تویټر د لاری نن سهار د اپریل په شلمې نېټې یوه ویډیو جاري کړې چې پکې یې ويلي دي چې له تحریک لبیک پاکستان سره تر اوږدو خبرو وروستو پر دې روغه وشوه چې حکومت به نن په قامي اسمبلۍ کې د فرانس د سفیر له هېواده د اېستلو لپاره قرارداد راوړي او تحریک لبیک به په ټول ملک او په خاصه توګه د مسجد رحمت اللعالمین سره چې کومی دهرنی یا پرلتونه دي، ختموي او د خبرو اترو لړۍ به روانه وي، پر کومو تنانو چې مقدمې درج شوي دي، د څلورم شیډول مقدمې هم، هغه به ختمېږي شي.

څلورم نوملړ/شیډول، د ترهه ګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷ مقدمه پر هغو تنانو عملي کېږي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د یوچا په حواله رپورټوي چې پلانی د ترهه ګرۍ یا فرقه ییز جرم کې ککړ دی، نو حکومت یې بیا نوم په دغه شیډول یا نوملړ کې واچوي او دغه تن بیا نه خو چېرته سفر کولی شي، نه تقریر کولی شي او نه کاروبار.

تر دغه شیډول لاندې د دغه تن نوم له مقامي پولیس تاڼې سره هم ولیکل شي او که هر چېرته تګ غواړي نو اول به له خپلې نزدې تاڼې اجازه غواړي.

شیخ رشید دا بیان له هغې وروستو جاري کړې چې د تحریک لبیک پاکستان پلویانو له پاکستانه د فرانس د سفیر اېستلو او له دغه هېواد سره د تجارتي او سفارتي تعلقاتو ختمولو غوښتنه کړې وه او د دغه غوښتنو د منلو لپاره یې احتجاجونه شروع کړل. په دغه احتجاجونو کې د تحریک لبیک پاکستان او د پولیسو یوشمېر تنان مړه او زخمیان شوي هم وو.

تحریک لبیک پاکستان دا احتجاجونه له هغه وروستو شروع کړي، چې د دوی په وینا حکومت ورسره په لیکلې بڼه ژمنه کړې وه چې پروسږ کال د فرانس په یوه مجله کې د پیغمبر اسلام د خاکو چاپېدو په غبرګون کې دې له دغه هېواد سره سفارتي او تجارتي تعلقات ختم کړي، خو دوی وایي چې حکومت ورسره کړې ژمنه نه ده پوره کړې.

د دغه تحریک مشر سعد حسین رضوی د اپریل په دولسمه یوه بیان کې ویلي ول ، که حکومت ورسره کړې وعدې پوره نه کړې، د تحریک لبیک پاکستان پلویان دې د اپریل په شلمه احتجاج ته تیاری وکړي. له دغه بیان پس د پنجاب حکومت سعد حسین رضوي ګرفتار کړو، چې ورسره سم د تحریک لبیک پاکستان پلویانو احتجاجونه شروع کړل.

د فرانسې سفیر نه شو اېستلای: عمران خان

د پاکستان وزیر اعظم وايي، هغوی د فرانسې سفیر له خپله هېواده نه شي اېستلی ځکه چې له دې سره له اروپايي نړۍ سره د اسلام اباد اړیکې شلېږي.

عمران خان دوشنبه پر ملي ټېلېویژن ولس ته په وینا کې وویل، د فرانسې د سفیر په اېستلو د مذهب د سپکاوي مسله نه هوارېږي.

نوموړي وویل، د مذهب د سپکاوي مسله یې په ملګرو ملتونو کې هم راپورته کړې او په دې اړه یې د اسلامي هېوادونو مشرانو ته لیکونه هم استولي دي چې په شریکه باید غربي نړۍ ته وویل شي چې له دې سره د نړۍ مسلمانانو ته خپګان رسېږي.

وزیر اعظم عمران خان په خپله وینا کې وویل، د پولیسو ۴۰ ګاډي سوځول شوي، څلور پولیس والا وژل شوي او ۸۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي هم دي.

تحریک لبیک پاکستان په یوه فرانسوۍ مجله چارلي هیبډو کې د اسلام د پیغمبر د کارټون په خپرولو اعتراض کوي او له حکومته غواړي چې د فرانسې سفیر دې وباسي او د هغه هیواد سره دې اړیکې وشلوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اپریل په پینځلسمه د ترهه ګرۍ مخنیوي قانون لاندې پر تحریک لبیک پاکستان بندیز ولګاوه او سعد حسین رضوی یې هم د مبینه ترهه ګر په توګه ونوماوه، چې له مخی یې د هغه شناختی کارډ او پاسپورټ وتړل شو، مالي شتمنۍ او بینک اکاونټونه یې کنګل شول.

د یادونې وړ ده چې د دوه زره شلم کال په اپریل کې د پاکستان د حکومت او د تحریک لبیک پاکستان ترمینځه یوه معاهده شوې وه، چې ترمخې به یې وفاقي حکومت په درو میاشتو کې د مذهب د سپکاوي او د خاکو جوړولو په سر له پارلیمانه د فرانس د سفیر اېستلو لپاره قانون منظوروي.

XS
SM
MD
LG