د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې افغان کډوالو لپاره د سمارټ کارډونو بهیر پیل شو


د یو اېن اېچ سي ار لخوا مشال راډیو ته د ورلېږلیو معلوماتو ترمخه، د سمارټ کارډونو ورکولو مقصد د افغان کډوالو ژوند او کاروبار ته وده ورکول دي.
د یو اېن اېچ سي ار لخوا مشال راډیو ته د ورلېږلیو معلوماتو ترمخه، د سمارټ کارډونو ورکولو مقصد د افغان کډوالو ژوند او کاروبار ته وده ورکول دي.

په پاکستان کې میشت نېږدې ۱۴ لکه افغان کډوالو ته د اپرېل له ۱۵مې نېټې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې په مرسته د سمارټ کارډونو ورکولو لپاره د نوملیکنې بهیر پیل شوی دی.

د دې لپاره د دغه ملک دننه ۳۵ مرکزونه پرانستل شوي او ورسره د نوملیکنې لپاره د کډوالو کېمپونو ته ګرځنده خدمت (ګاډي) هم ورځي.

د افغان کمشنریټ، د سیفران وزارت، نادرا محکمه او د مهاجرینو لپاره د اقوام متحده د ادارې یو این اېچ سي آر په مرسته به د نویو کارډونو ورکولو موده شپږ میاشتې وي او هر هغه کډوال چې د ۲۰۱۵ز کال د دسمبر له ۳۱مې نېټې ورسره د افغان کډوال رجسټریشن کاغذونه وو، هم هغوی ته به نوی او کمپیوټرایزډ سمارټ کارډونه جوړېږي.

د یو این ایچ سي آر پاکستان ترجمان قیصر خان اپرېدی وايي، تر دې پروګرام لاندې به له دسمبر ۲۰۱۵ز کال وروسته پاکستان ته ورغلي افغان کډوال نه رجسټرېږي، هر کډوال که دغه کارډ واخیستو، کولای به شي چې ښه تعلیم، ښه صحت او د ښه روزګار لپاره بینکونو ته رسايي ولري.

نوموړی زیاتوي، کډوال دې خپله ډیټا (معلومات) ریکارډ کړي، او نوي سمارټ کارډونه دې د خپلځان او بچو لپاره واخلي.

د قیصر خا ن اپرېدي په وینا چې دغه کارډونو کې به د کډوالو د تعلیم، د ټولنیز ژوند او د ګټې وټې سرچېنو معلومات هم لیکل کېږي.

د افغان مهاجر په توګه د رجسټریشن وروسته به د سمارټ کارډ په واسطه کډوال کولای شي، د پاکستانیو ښاریانو غوندې کاروبارونه وکړي، بینکونو کې اکاونټونه خلاص کړي، ځان له د موبایل فون سیم کارډونه یا نمبرې په خپلو نومونو واخلي او د ښه تعلیم ترڅنګ ښه صحت ته رسايي ومومي.

عبدالواحد، د مردان په کاګان نومي افغان کډوال کېمپ کې له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې میشت دی.

نوموړی د دغه کېمپ مشر او په کېمپ کې د یو این ایچ سي آر لخوا د جوړ شوي سکول مشر استاد هم دی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې هغه په سمارټ کارډونو ډېر خوشاله دی.

یاده دې وي چې د پاکستانیو ښاریانو لپاره د سمارټ کارډونو ورکول په دوه زره دیارلسم او څوارلسم کې پیل شوی وو چې دغه کارډ کې د هر رجسټرډ شوي تن پوره معلومات موجود وي، لکه د رجسټرډ شوي تن تعلیم، صحت، لکه روغ دی یا معذوره، کاروبار، قام، د کورنۍ معلومات، د بچو معلومات، جایداد او ورسره څومره شتمنۍ دي، لیکل شوي وي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00

XS
SM
MD
LG