د لاسرسي ځای

تازه خبر

'احساس پروګرام ښايي سبا په خیبر پښتونخوا کې پیل شي'


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اپريل پر ۱۱مه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته ويلي وو چې تر احساس پروګرام لاندې "کویي بهوکا نه سویې"نومې پروژه به تر پېښور، لاهور او فيصل اباد وروسته د هېواد نورو لويو ښارونو ته هم غځوي.

د اپريل پر ۱۱مه له پېښوره خپرېدونکې مشرق ورځپاڼې په يو خبر کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير محمود خان په حواله وويل چې نوموړي په دې ښار کې د يادې پروژې د پيل اعلان کړی دی.

وزيراعلا ويلي چې د پېښور غريبو خلکو ته د دوه وخته ډوډۍ ورکولو پروګرام به د صوبې د ولسي خيرښېګڼې اداره، پاکستان بيت المال او يوه غير حکومتي اداره (سېلاني وېلفير ټرسټ) په ګډه مخ ته بوځي.

بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اروېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د صوبې د ولسي خيرښېګڼې ادارې مشر حبيب خان اپريدي د اپريل پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل، امکان لري چې دا پروګرام د اپريل پر ۱۵مه پيل شي.

د نوموړي په خبره، هره ورځ به د تيارې ډوډۍ کڅوړې په څلورو مخصوصو ګاډو کې د ښار بېلا بېلو برخو ته وړل او په غريبو خلکو وېشل کېږي.

"تمه ده چې ګاډي مو د اپريل پر ۱۴مه له فيصل اباده راورسي او پر ۱۵مه دا پروګرام پيل کړو. هره ورځ به په څلورو ګاډو کې خواړه تقسيموو. په پارسلو کې به بېلا بېل دالونه او د تنور ډوډۍ وي. د خوړو د وېش لپاره مو د ښار بېلا بېلې سيمې لکه کارخانو مارکيټ، خيبر هسپتال، خيبر بازار، حاجي کيمپ اډه، اېم اېم سي هسپتال، د رېنګ روډ او جي ټي روډ چوک، د چارسدې او کواټ اډې په نښه کړي دي. روژه کې به يوازې افطاري ورکوو. پيل به ۴۰۰۰ غريبو کسانو ته له خوړو ورکولو کوو او انشاالله په يو مياشت دوه کې به دا هدف ۱۰۰۰۰ ته رسوو او پروګرام به همداسې جاري وي."

د "کويي بهوکا نه سویې" يا "يو څوک وږی بايد ويده نه شي" حکومتي پروګرام کې د خوړو پخوولو او وېشلو چارې د سېلاني وېلفير ټرسټ په نوم يوې غير حکومتي ادارې ته ورکړل شوې دي.

د دې ادارې يو چارواکی محمد ارسلان وايي، د دوی هدف هغه مزدروان په خېټه مړول دي چې بې دياړۍ پاتې شوي وي او يا هم د کار اجرت يې ډېر کم وي.

"موږ به د غريبو خلکو علاقو ته ځو او خواړه به ورباندې وېشو. هغه مزدوران چې دياړي يې نه وي لګېدلي، کولای شي زموږ ډوډۍ ترلاسه او ځانونه ماړه کړي. د يو پارسل خواړه د دوو کسانو لپاره کافي وي. دا خبره هم سمه ده چې غريبو خلکو ته مفت خواړه ورکول د مسالې حل نه دی، خو لږ تر لږه دومره ده چې يو مزدرو يا يو غريب سړی وږی ويده نه شي. تر هغې چې له پاکستانه غربت په بشپړه توګه ختم شوی نه وي، د بېوزلو لپاره د وړيا خوړو دا پروګرام به انشاالله جاري وي."

په پېښور کې د علي محمد په نوم يو مزدور، چې په رېړه کې مېوه خرڅوي، د وړيا خوړو پروګرام ته خوشاله دی خو وايي چې دی او د ده په څېر نورو مزدورانو ته ژوند کول ګران شوي دي او حکومت بايد دوی ته د نوکريو ورکولو او ګرانۍ کمولو خپلې وعدې پوره کړي.


"شپږ مې لوڼه او دوه مې زامن دي. د ورځې شپږ اته سوه روپۍ پيدا کوم، چې زما د کورنۍ ضرورتونه پرې ډېر په ګرانه پوره کېږي. د مشرانو هغه خبره چې څه تيار وي، هغه د يار وي. حکومت چې هر څه راکوي، ترې يې اخلو. کورونا خلک سخت پرېشانه کړی دي. ګراني ډېره او مزدوري نه شته. حکومت له خلکو سره کړې وعدې پوره نه کړې. زه غريب سړی يم، ټرافېک او هم کمېټۍ والا مې پر سړک مزدورۍ ته نه پرېږدي. که حالات همداسې روان وي نو شوکې او ډاکې ته به جوړ شم."

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې لپاره پر اقتصادي موضوعاتو ليکنې کوونکی خبريال مبارک زيب د غريبو پاکستانيو وګړو لپاره د مفتې ډوډۍ پروګرام د هغوی د ستونزو وقتي حل بولي.
نوموړی ډېر هيله من نه دی چې ګواکې د حکومت اقتصادي پالېسۍ به په راتلونکو کلونو کې کومه ښه نتيجه ورکړي.

"ضرورتمندو ته به د يو وخت ډوډۍ ملاو شي خو په اوږد مهال کې دا د مسالې حل نه دی. د غربت د خاتمې لپاره اړينه ده چې اقتصاد مو پینځه او شپږ فيصده ترقي وکړي. دا وخت د خوراکي شيانو بيې ډېرې لوړې او د عام ولس له وسه وتلې دي. بجلي هم ډېره ګرانه شوې. لنډه دا چې د حکومت پالېسيو ته په کتو داسې نه ښکاري چې د پاکستان اقتصاد به ښه او غربت به يې راکم يا ختم شي."

وزيراعظم عمران خان د اپريل ۱۱مې په خپله وينا کې ويلي چې پاکستان يوازې په هغه صورت کې د نړۍ له هېوادونو سره د سيالۍ جوګه کېدای شي چې غريب ولس يې بې مرستې پاتې نشي.

نوموړي د بېوزله وګړو لپاره د دوه وخته مفتې ډوډۍ حکومتي پروګرام په يادولو زياته کړې چې خدای به پر پاکستان خاص کرم وکړي او دا هېواد به د پرمختګ پر لور رهي شي.

XS
SM
MD
LG