د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت پر تحریک لبیک ډلې بندیز ولګاوه


د تحریک لبیک ډلې پلویانو د اپرېل پر ۱۵مه هم په لاهور کې مظاهره وکړه.
د تحریک لبیک ډلې پلویانو د اپرېل پر ۱۵مه هم په لاهور کې مظاهره وکړه.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ مخنیوي له قانون سره سم، پر مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان بندیز لګولی دی. په عین وخت کې د فرانسې سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې د لنډې مودې لپاره له پاکستانه ووځي.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د اپرېل پر ۱۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د خبرو له لارې د ډلې له مشرانو سره د مسلو هواري هڅه وکړه خو هغوی په مظاهرو کې پر پولیسو او حکومتي ودانیو برید وکړ نو ځکه یې ورباندې د بندیز لګولو پرېکړه وکړه.

د تحریک لبیک پاکستان یوه ویاند راجا دانش بختیار د اپرېل ۱۵مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې د حکومتي اقدام پر ضد سپریم کورټ ته ځي. د

تحریک لبیک ډلې پلویانو د اپرېل پر ۱۲مه د خپل مشر علامه سعد حسین رضوي تر ګرفتارۍ وروسته مظاهرې پیل کړې.

شیخ رشید وویل، د تاوتریخوالي پر مهال دوه پولیسان وژل شوي او سلګونه ژوبل شول.

تحریک لبیک ډله وايي، اووه پلویان یې وژل شوي او زرګونه ګرفتار دي.

دا ډله له حکومته غواړي چې تېر کال په نومبر کې له شوې موافقې سره سم دې د اپرېل تر ۲۰مې د اسلام پیغمبر د خاکو د خپرېدو په غبرګون له فرانسې سره ټول سفارتي او سوداګریز تعلقات پرې کړي.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون تېر کال په اکتوبر کې د خاکو د خپراوي دفاع کړې وه او ویلي یې ول چې د بیان ازادۍ پر سر جوړجاړی نشي کولای.

د فرانسې د سفارت سپارښتنه

د ۲۱۰۲۰ز کال په اکتوبر کې هم په پاکستان کې د فرانسې ضد مظاهرې شوې وې
د ۲۱۰۲۰ز کال په اکتوبر کې هم په پاکستان کې د فرانسې ضد مظاهرې شوې وې

په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت خپلو وګړو ته ویلي چې د لنډ وخت لپاره دې له پاکستانه ووځي.

سفارت د اپرېل پر ۱۵مه په یوه برېښلیک کې په پاکستان کې مېشتو فرانسویانو ته ویلي چې "د فرانسې ګټو ته د جدي ګواښ له کبله دې په عارضي ډول" له هغه هېواده "ووځي." په ايمېل کې راغلي چې فرانسویان به په موجودو تجارتي الوتکو کې انتقال شي.

خو د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید خبریالانو ته ویلي چې په پاکستان کې ټول فرانسوي وګړي محفوظ دي او ورته هېڅ ګواښ نه شته.

هلته اژانس فرانس پرېس وايي، حکومت په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت شاوخوا اضافي سرتېري ځای پر ځای کړي.

تازه مظاهرې ولې او څنګه پیل شوې؟

د اپرېل پر ۱۲مه حکومت د تحریک لبیک ډلې مشر علامه سعد حسین رضوي تر هغې یوه ورځ وروسته ګرفتار کړ چې هغه پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې که حکومت د فرانسې د سفیر له هېواده د شړلو په اړه خپله ژمنه عملي نه کړه نو احتجاجونو ته دې تیار اوسي.

د رضوي تر ګرفتارۍ سمدستي وروسته تحریک لبیک پاکستان د مظاهرو اعلان وکړ.

د دې ټولو پرمختګونو تر شا د پاکستان د حکومت او تحریک لبیک ترمنځ د ۲۰۲۰ز کال د نومبر د ۱۶مې هغه موافقه ده چې ورسره سم، وفاقي حکومت ژمنه کړې وه چې په درو میاشتو کې به د مذهب سپکاوي د خاکو خپرولو پر سر له پارلېمانه د قانون په منظورولو له هېواده د فرانسې د سفیر ایستلو موضوع هواره کړي.

سږکال چې د فبرورۍ ۱۶مې نېټه نېږدې شوه نو حکومت تحریک لبیک پاکستان ته وویل چې د موافقې عملي کولو لپاره نور وخت ته اړتیا لري.

هغه مهال تحریک لبیک پاکستان ډله سلا شوې وه چې خپل احتجاج د اپرېل تر ۲۰مې وځنډوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG