د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې د پولیسو او تحریک لبیک ډلې پلویانو ترمنځ اخ و ډب شوی


د تحریک لبیک ډلې پلویان د حکومت ضد نعرې وهي - د ۲۰۲۱ز د اپرېل ۱۵مې انځور.
د تحریک لبیک ډلې پلویان د حکومت ضد نعرې وهي - د ۲۰۲۱ز د اپرېل ۱۵مې انځور.

د پنجاب د لاهور په یتیم خانه څلورلاره کې د تحریک لبیک پاکستان د پلویانو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی شوی دی.

تر اوسه په نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

په لاهور کې د جیو نیوز ټېلېوېژن خبریال طاهر جمیل مشال راډیو ته وویل چې د تحریک لبیک پلویانو په بېلا بېلو ځایونو کې مظاهرې کول او د اپرېل ۱۸مې پر سهار په یتیم خانه چوک کې د ډلې مرکز ته ورغلل او هلته یې احتجاج پیل کړ.

د ده په خبره، په هم هغه ځای کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب وشو.

خو د پنجاب پولیسو پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې "ورانکارو" په لاهور کې پر نواکوټ تاڼې برید وکړ.

بیان وايي، د برید له وجې پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري په تاڼه کې بند پاتې شول.

د پولیسو په وینا، هغو "ورانکارو" د نواکوټ سیمې د پولیسو مشر "وتښتاوه" او د تحریک لبیک ډلې "مرکز" ته یې یووړ.

د پنجاب پولیسو دعوه کړې چې "ورانکاري" په "وسلو سمبال" ول او پر تاڼه یې "د پېټرول بمونو" برید وکړ.

د تحریک لبیک ډلې د مرکزي شورا یوه مشر علامه شفیق امیني پاکستانیو رسنیو ته ویلي چې د اپرېل پر ۱۸مه، پولیسو د دوی پر مرکز چاپه وهلې او دوه کسان یې وژلي دي.

خو د پنجاب پولیس وايي، د هېڅ مدرسې یا جومات پر ضد یې د عملیاتو پلان نه لاره او یوازې یې "په خپله دفاع" کې اقدام کړی.

دا پرمختګونه پر داسې مهال شوي چې له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د تحریک لبیک ډلې پلویانو د خپل مشر سعد حسین رضوي د ګرفتارۍ پر ضد مظاهرو ته دوام ورکړی او په عین وخت کې له حکومته غواړي چې تېر کال د فرانسې په یوه مجله کې د اسلام پیغمبر د خاکو خپرېدو په غبرګون کې دې له هغه هېواد سره سفارتي او سوداګریز تعلقات پرې کړي.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون تېر کال په اکتوبر کې د خاکو د خپراوي دفاع کړې وه او ویلي یې ول چې د بیان ازادۍ پر سر جوړجاړی نشي کولای.

رضوي د اپرېل پر ۱۲مه په یوه ویډیويي پیغام کې د تحریک پر پلویانو غږ کړی وو چې که حکومت ورسره له کړې موافقې سره سم، د اپرېل تر ۲۰مې پورې له فرانسې سره تعلقات ختم نه کړل، نو احتجاج ته دې تیار اوسي.

حکومت تر دې ویډیويي پیغام وروسته نوموړی ګرفتار کړ چې له وجې یې مظاهرې وپارېدې.

د اپرېل پر ۱۵مه د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ مخنیوي له قانون سره سم، پر ډلې بندیز ولګاوه او رضوي یې هم د مشکوک ترهګر په توګه ونوماوه چې په نتیجه کې یې د هغه شتمنۍ کنګلېږي، شناختي کارډ یې تړل شوی او هغه له هېواده بهر سفر نشي کولای.

د اپرېل ۱۲مې راهیسې د مظاهرو پر مهال د تاوتریخوالي پېښو کې د پولیسو په ګډون یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اپرېل پر ۱۶مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې په تاوتریخوالي کې څلور پولیسان وژل شوي او تر ۶۰۰ زیات ژوبل شول.

د تحریک لبیک پاکستان یوه ویاند ویلي چې په تشدد کې یې لږ تر لږه اووه پلویان وژل شوي، ګڼ ژوبل دي او زرګونه ګرفتار دي.

د فرانسې د سفارت سپارښتنه

د اپرېل پر ۱۵مه پاکستانیو چارواکو په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت شاوخوا ته اغزن تار ولګاوه.
د اپرېل پر ۱۵مه پاکستانیو چارواکو په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت شاوخوا ته اغزن تار ولګاوه.

په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت د اپرېل پر ۱۵مه خپلو وګړو ته وویل چې د لنډ وخت لپاره دې له پاکستانه ووځي.

سفارت په یوه برېښلیک کې په پاکستان کې مېشتو فرانسویانو ته ویلي چې "د فرانسې ګټو ته د جدي ګواښ له کبله دې په عارضي ډول" له هغه هېواده "ووځي." په ايمېل کې راغلي چې فرانسویان به په موجودو تجارتي الوتکو کې انتقال شي.

خو د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید خبریالانو ته وویل چې په پاکستان کې ټول فرانسوي وګړي محفوظ دي او ورته هېڅ ګواښ نه شته.

هلته اژانس فرانس پرېس وايي، حکومت په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت شاوخوا اضافي سرتېري ځای پر ځای کړي او کانټینرونه یې درولي دي.

تازه مظاهرې ولې او څنګه پیل شوې؟

د دې ټولو پرمختګونو تر شا د پاکستان د حکومت او تحریک لبیک ترمنځ د ۲۰۲۰ز کال د نومبر د ۱۶مې هغه موافقه ده چې ورسره سم، وفاقي حکومت ژمنه کړې وه چې په درو میاشتو کې به د مذهب سپکاوي د خاکو خپرولو پر سر له پارلېمانه د قانون په منظورولو له هېواده د فرانسې د سفیر ایستلو موضوع هواره کړي.

سږکال چې د فبرورۍ ۱۶مې نېټه نېږدې شوه نو حکومت تحریک لبیک پاکستان ته وویل چې د موافقې عملي کولو لپاره نور وخت ته اړتیا لري.

هغه مهال تحریک لبیک پاکستان ډله سلا شوې وه چې خپل احتجاج د اپرېل تر ۲۰مې وځنډوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG