د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک لبیک پاکستان یرغمل پولیس پرېښول: شیخ رشید


پولیس او د تحریک لبیک پاکستان پلویان سره نښتي دي. ۲۰۲۱، ۱۳م اپرېل
پولیس او د تحریک لبیک پاکستان پلویان سره نښتي دي. ۲۰۲۱، ۱۳م اپرېل

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد نن سهار په يوه ويډيو پيغام کې ويلي چې تر کاميابو مذاکراتو وروسته تحریک لبیک پاکستان یرغمل کړي امنیتي کسان خوشې کړل.

شیخ رشید پر خپله ټویټر پاڼه په خپل بیان کې ویلي چې دغه مذاکرات د پنجاب صوبایي حکومت کړي دي. دی وايي، تحریک لبیک ۱۹۲ ځایونه تړلي ول چې په هغوی کې د اتوار په ورځ (۱۸م اپرېل) حکومت ۱۹۱ ځایونه خلاص کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، د تحریک لبیک تنان خپل جومات مسجد رحمت اللعالمین ته ننوتلي او پولیس هم پرشا شوي دي. هغه هیله وښوده چې په دوهم پړاو کې به ټول معاملات په ښه طریقه سره هوار شي.

د اتوار په ورځ د پنجاب صوبې سرښار لاهور په یتیم خانه نومي ځای کې د پولیسو او تحریک لبیک ترمینځ نښتو کې ډزې هم شوې وې چې وروسته د تحریک لبیک پاکستان ترجمان شفیق امیني رسنیو ته ویلي ول، د پولیسو په ډزو یې د تحریک پینځه غړي وژل شوي او یوشمېر یې زخمیان شوي هم دي.

د پنجاب پوليسو ویاند ويلي وو، چې د تحریک لبیک لاریونوالو ۱۲ پولیس تر نیولو وروسته یرغمل کړي او د رینجرز ځواکونو دوه سرتېري هم له دې ډلې سره دي.

تحریک لبیک پاکستان دا احتجاجونه له هغه وروستو شروع کړي، چې د دوی په وینا حکومت ورسره په لیکلې بڼه ژمنه کړې وه چې پروسږ کال د فرانس په یوه مجله کې د پیغمبر اسلام د خاکو چاپېدو په غبرګون کې دې له دغه هېواد سره سفارتي او تجارتي تعلقات ختم کړي، خو دوی وایي چې حکومت ورسره کړې ژمنه نه ده پوره کړې.

د دغه تحریک مشر سعد حسین رضوی د اپریل په دولسمه یوه بیان کې ویلي ول ، که حکومت ورسره کړې وعدې پوره نه کړې، د تحریک لبیک پاکستان پلویان دې د اپریل په شلمه احتجاج ته تیاری وکړي. له دغه بیان پس د پنجاب حکومت سعد حسین رضوي ګرفتار کړو، چې ورسره سم د تحریک لبیک پاکستان پلویانو احتجاجونه شروع کړل.

دا چې پرون د اپریل پد اتلسمه په لاهور کې څه حالات ول، دغه راته د دنیا نیوز ټي وي چېنل یو کارکونکي وارث پراچه داسې وویل: "اول خو دا چې میډیا ته د خبرونو خپرولو اجازت نه وو، خو د دوی رپورټونه وایي، چې د تحریک لبیک درې تنان مړه شوي، تر پینځوسو زیات یې زخمیان شوي،، شیلنګ لکه د اوښلن ګیس ډزې شوې دي، د انټرنیټ سیګنلې تړل شوې دي، خو د اوښلن ګیس د ګولو ډزولو له وجې علاقه کې ډېر بد حال دی، او بله دا چې زخمیان روغتونو ته وړل هم مشکل وو.''

بلخوا د پنجاب پولیسو د اتوار ورځې بیان کې ویلي چې د اپریل په اتلسمه سهار ورانکارو د نوا کوټ پر تاڼه برید وکړو، د دغه تاڼې ډي اېس پي یې وتښتاوه او مرکز ته یې یوړو. ورانکارو له ځان سره د پینځوس زره لیټره پټرولو یو ټینکر هم مرکز ته بیولی وو، ورانکارو د پټرول بمونو په شکل کې په پولیسو او رینجر ځواکونو برید وکړو، پولیسو او رینجرو دوی پرشا وتمبول او تاڼه یې بیرته په خپله ولکه کې واخیستله، او زیاتوي پولیسو نه خو د مرکز یا جومات پرضد د عملیاتو کومه منصوبه لرله او نه یې عملیات کړي، البته که څه یې هم کړي، د خپلی دفاع لپاره یې کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اپریل په پینځلسمه د ترهه ګرۍ مخنیوي قانون لاندې پر تحریک لبیک پاکستان بندیز ولګاوه او سعد حسین رضوی یې هم د مبینه ترهه ګر په توګه ونوماوه، چې له مخی یې د هغه شناختی کارډ او پاسپورټ وتړل شو، مالي شتمنۍ او بینک اکاونټونه یې کنګل شول.

د یادونې وړ ده چې د دوه زره شلم کال په اپریل کې د پاکستان د حکومت او د تحریک لبیک پاکستان ترمینځه یوه معاهده شوې وه، چې ترمخې به یې وفاقي حکومت په درو میاشتو کې د مذهب د سپکاوي او د خاکو جوړولو په سر له پارلیمانه د فرانس د سفیر اېستلو لپاره قانون منظوروي.

XS
SM
MD
LG