دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس ناروغۍ زیاتېدو له امله صحت څانګې له ننګونو سره مخامخ کړې دي.
د اپرېل پر ۲۳مه عدالت په خپله پرېکړه کې ویلي، د جایدادونو د خرڅولو له لارې چې کومې پیسې تر لاسه شي هغه دې په قامي خزانه کې جمع کړل شي.
عمران خان د اپرېل پر ۲۳مه، په اسلام اباد کې د قامي رابطه کمېټې غونډې ته په وینا کې وويل، دا پريکړه يې ځکه کړې چې په هېواد کې د کورونا کېسونه ورځ تربلې زیاتېږي او ولس له کورونا نه د ځان ژغورنې لپاره په حکومتي لارښونو عمل نه کوي.
په پاکستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې په زوره د مذهب بدلولو، د مذهبي سپکاوي مقدمې، او د شیعه ګانو، احمدیانو، هندوانو، عیسایانو او سیکانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو پر ضد له کرکې ډکې ویناوې زیاتې شوې دي.
خبریال عبدالله مومند په معروف هسپتال اسلام آباد کې د ابصارعالم پوښتنې ته ورغلی وو، مشال راډیو ته د ډاکټرانو له خولې وايي چې د هغه له بدنه یې ګولۍ اېستلې او په ښه کېدو دی.
عصمت شاهجهان، چې د عوامي ورکرز پارټۍ يوه مخکښه هم ده، وايي چې د پاکستانيو ښځو حالت تر هغې نشي ښه کېدای چې رياست د هغوی د خيرښېګڼې، په تېره د تعليم، صحت او روزګار چارو ته جدي پام نه وي کړی.
ډاکټران وايي په پاکستان کې د کورونا ناروغۍ دريمه څپه ډيره په تيزۍ سره خپريږي چې له وجې ورځ تر بله هسپتالونو ته په زيات شمير کې مريضان راروان دي.
شیخ رسید ویلي حکومت به نن په قامي اسمبلۍ کې د فرانس د سفیر له هېواده د اېستلو لپاره قرارداد راوړي او تحریک لبیک به په ټول ملک او په خاصه توګه د مسجد رحمت اللعالمین سره چې کومی دهرنی یا پرلتونه دي
نور وښیئ