د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب حکومت ناقانونه ډلو ته پر خیرات ورکولو بندیز ولګاوه


پاکستان د اپرېل پر ۱۵مه د تحریک لبیک ډلې د پلویانو تر قهرجنو مظاهرو وروسته پر هغې ډلې بندیز ولګاوه - د اپرېل ۱۶مې د احتجاج انځور.
پاکستان د اپرېل پر ۱۵مه د تحریک لبیک ډلې د پلویانو تر قهرجنو مظاهرو وروسته پر هغې ډلې بندیز ولګاوه - د اپرېل ۱۶مې د احتجاج انځور.

د پنجاب د کورنیو چارو وزارت ولس ته ویلي چې تر بندیز لاندې ډلو ته دې خیرات، زکات او چندې نه ورکوي.

په عین وخت کې د پاکستان حکومت د ۸۵ ناقانونه تنظیمونو تازه نوملړ (فهرست) هم خپور کړی چې پکې مذهبي ډله تحریک لبیک پاکستان هم شامله ده.

د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په بیان کې وویل، که چا تر بندیز لاندې سازمانونو او ډلو ته د روژې په میاشت کې او یا تر هغې وروسته پیسې ورکړې نو پر ضد به یې کارروايي کوي.

د پنجاب د کورنیو چارو وزارت وايي، که څوک خیرات یا زکات ورکول غواړي نو باید یې د خیر ښېګړې هغو سازمانونو او ډلو ته ورکړي چې د پنجاب چیرېټي (خیر ښېګړې) کمېشن منظور کړي.

بیان وايي، که چا ناقانونه سازمانونو ته پیسې ورکړې وي نو خلک کولای شي چې پر (۰۸۰۰۱۱۱۱۱) ټېلېفوني شمېرې شکایت درج کړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اپرېل پر ۱۵مه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ مخنیوي له قانون سره سم، پر مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان بندیز ولګاوه.

تحریک لبیک پاکستان وايي، د حکومتي اقدام پر ضد سپریم کورټ ته ځي.

د دې ډلې پلویانو د اپرېل پر ۱۲مه د خپل مشر سعد حسین رضوي تر ګرفتارۍ وروسته د هېواد په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه پیل کړل چې پکې تاوتریخوالی هم وشو.

پولیسو د تحریک لبیک ډلې پلویانو پر ضد اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه - د اپرېل ۱۳مې انځور.
پولیسو د تحریک لبیک ډلې پلویانو پر ضد اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه - د اپرېل ۱۳مې انځور.

د ترهګرۍ مخنیوي ادارې په تازه نوملړ کې د تحریک لبیک پاکستان، لشکر جنګوي، سپاه محمد پاکستان، جیش محمد، لشکر طیبه، الرحمت ټرسټ بهاولپور، سپاه صحابه پاکستان، تحریک جعفریه پاکستان، تحریک نفاذ شریعت محمدي، اسلامي تحریک پاکستان، بلوچستان نیشنل لېبرېشن ارمي او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون لسګونه نور سازمانونه شامل دي.

په تازه نوملړ کې یوازې د تحریک لبیک پاکستان نوم نوی دی او پر نورو سازمانونو وار له مخه بندیز لګېدلی وو.

پاکستان دا اقدام پر داسې مهال هم کړی چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (فنانشل اېکشن ټاسک فورس اېف اې ټي اېف) په فبرورۍ کې هغه هېواد ته د ترهګرۍ د تمویل او د تورو پیسو سپینولو مخنیوي لپاره د لا زیاتو اقداماتو کولو وویل.

هغه هېواد له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د اېف اې ټي اېف د څار په خړ لېسټ کې دی.

په پاکستان کې د دفاعي او سیمه ییزو چارو شنونکي د اسلام اباد تازه اقدام ستايي.

د دفاعي چارو پوه او پخواني برېګېډییر سید نذیر ته برېښې چې "د پاکستان په سوچ او پالیسۍ" کې "بدلون راغلی دی."

دی همداراز، د اېف اې ټي اېف او د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د فشار یادونه هم کوي او وايي، هند هم په تېرو وختونو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ تمویل په اړه اندېښنې ښوولې وې نو ځکه د اسلام اباد تازه اقدام یو مثبت پرمختګ دی.

په پېښور کې د دفاعي چارو پوه او پخوانی برېګېډییر محمد سعد هم ورته خبره کوي او ګڼي چې دا ډول اقدامات د "پاکستان راتلونکې لپاره ښه دي ځکه چې دا تنظیمونه د پاکستان د بدنامۍ سبب دي" او د هغه هېواد د بهرنیو چارو تګلاره اغېزمنوي.

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې په فبرورۍ کې پاکستان ته د ۲۰۲۱ز تر جون پورې وخت ورکړ چې د ترهګرۍ تمویل او د تورو پیسو سپینولو پر ضد پرېکنده اقدامات وکړي.

اسلام اباد وايي، په دې برخه کې یې وار له مخه کار کړی دی او د اېف اې ټي اېف سپارښتنو ته ژمن دی.

د اپرېل پر ۱۷مه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تحریک لبیک ډلې د مشر نوم هم د مشکوکو ترهګرو په لېسټ کې شامل کړ چې ورسره سم، د هغه ټولې شتمنې کنګلېږي، شناختي کارډ یې تړل (بلاک) شوی او هغه به خپل پاسپورټ تاڼې ته ورکوي او د سفر پر وخت به تاڼه وار له مخه خبروي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG