د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس نوې بڼه په تېزۍ خپرېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پاکستاني چارواکي وايي، د کورونا وایرس درېیمه څپه په زیاته کچه د هېواد په بېلابېلو برخو کې مخ په خپرېدو ده.

د چارواکو په وینا د هېواد د ځینو نورو برخو په شان د سېند صوبې په سر ښار کراچۍ کې هم د کورونا وایرس هغه بڼه موندل شوې چې له بريتانیې، جنوبي افریقې، نایجیریا او برازیل څخه یې سرچینه اخېستې ده.

د کراچۍ پوهنتون د کیمیاوي او بايولوژیکي څېړنو نړیوال مرکز مشر ډاکټر اقبال چودري په خپل راپور کې ویلي، په یاد هیواد کې د کورونا په درېیمه څپه کې چې څومره نوي کیسونه مخې ته راغلي، په هغو کې ۵۰ سلنه یې د بريتانیې او ۲۵ سلنه یې د جنوبي افریقې، نایجیریا او برازیل کې څارل شوې بڼې لري.

په څیړنیز راپور کې ویل شوي، د کورونا د وایرس دغه بڼه د پخوانۍ هغې پرتله تېزه خپرېږي او هغه کسان هم پرې اخته شوي چې د کورونا واکسین ورته ورکړل شوی و. راپور وايي، که د حکومت لخوا پر لګول شوي ټولبند او سپارښتنو عمل ونه شو نو په نيږدې وختونو کې یو وارې بیا په زیات شمېر کې خلک له کورونا اغېزمنېدای شي.

د کراچۍ د جناح روغتون رنځپوه ډاکټر انعام احمد وايي، د کورونا د مخنیوي لپاره اړینه ده چې حکومت بندېزونه لا نور سخت کړي او د روژې په وروستیو ۱۵ ورځو کې مارکېټونه په بشپړ ډول بند وساتي.

بل پلو، په پاکستان کې د ډاکټرانو د اتحادیې جنرل سېکرټري ډاکټر قیصر سجاد وايي، په دې کې شک نشته چې له بريتانیې، جنوبي افریقې، نایجیریا او برازیل نه راغلی وایرس اوس په پاکستان کې هم خپور شوی دی. نوموړی وايي، تر پنجاب وروسته اوس د وایرس دغه بڼې سیند صوبې او د هېواد نورو برخو ته هم رسېدلې دي.

د سيند حکومت ویاند مرتضی وهاب د اپرېل پر ۱۵مه پر ټوېټر خلکو ته خبرداری ورکړ چې په یاده صوبه کې هم د کورونا نوې بڼه په تېزۍ سره په خپرېدو ده نو خلک دې له احتیاطه کار واخلي.

په پاکستان کې په وروستیو څو اوونیو کې هره ورځ په اوسط ډول تر ۱۰۰ زیات کسان د کورونا وایرس له وجې خپل ژوند له لاسه ورکوي او زرګونه نور پرې اخته کېږي.

XS
SM
MD
LG