د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تحریک لبیک پاکستان لګېدلی بندیز به اغېز ولري؟ 


د تحریک لبیک پاکستان ډلې یوه پلوي د خپل مشر د تصویر بېنر اخیستی. ۲۰۲۱، ۱۴م اپرېل

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ مخنیوي له قانون سره سم، پر مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان بندیز لګولی دی.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د اپرېل پر ۱۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د خبرو له لارې د ډلې له مشرانو سره د مسلو هواري هڅه وکړه خو هغوی په مظاهرو کې پر پولیسو او حکومتي ودانیو برید وکړ نو ځکه یې ورباندې د بندیز لګولو پرېکړه وکړه.

د تحریک لبیک پاکستان یوه ویاند راجا دانش بختیار د اپرېل ۱۵مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې د حکومتي اقدام پرضد سپریم کورټ ته ځي.

دا له هغه وروسته ده چې د تحریک لبیک ډلې پلویانو د اپرېل پر ۱۲مه د خپل مشر علامه سعد حسین رضوي تر ګرفتارۍ وروسته مظاهرې پیل کړې. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر یو مذهبي تنظیم بندیز لګولی دی بلکې تر دې وړاندې هم داسې ګامونه پورته کړل شوي خو هغوی بیا هم په یوه نه یوه شکل خپل فعالیتونه جاري ساتي.

زموږ چې کوم ریاست دی او د هغه چې کومې ادارې دي هغوی لومړی په خپله دا ډلې ساتي، مرستې ورسره کوي او تړونونه ورسره کوي او استعمالوي یې هم خو بیا یو وخت راځي چې خلاف یې شي او چې کله هغوی ورته ننګوونکي شي نو بیا یې وژني خو د دې بیا بیا جوړولو او بیا بیا ړنګولو په فلسفه یې پوه نه شو
سهېل وړایچ

په پاکستان کې پر مذهبي ډلو د سختدریځۍ په تور د بندیزونو لړۍ لږ تر لږه دوې لسیزې وړاندې پیل شوې وه.
د پاکستان د ترهګرۍ مخنیوي ادارې د ۲۰۰۱ لومړي کال د اګست پر ۱۴مه پر لښکر جهنګوي په بندیز لګولو سره په ملک کې د سخت دریځي مخنیوي هڅې پیل کړې وې.
د دې ادارې پر ویب پاڼه د ورکړل شوي لسټ مطابق ، له هغه راهیسې تر اوسه په پاکستان کې پر ۷۹ ډلو او تنظیمونو د سخت دریځي او ترهګرۍ اړوند تورونو له کبله بندیزونه لګول شوي دي.
د دې ډلو مرکزونه زیاتره په پنجاب صوبه کې دي او پر بندیزونو سربېره یې په خپل یا بل نامه په هغه صوبه او د ملک په نورو برخو کې فعالیتونه جاري ساتلي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې پر تحریک لیبک پاکستان لګول شوی بندیز به په ملک کې د سختدریځۍ په مخنیوي کې موثره ثابت شي او که نه؟
د پاکستان پر سیاسي حالاتو نظر لرونکي وايي، دا بندیزونه تش په نامه وي او عمل نه ورباندې کېږي نو ځکه یې د دوی په وینا څه اثر هم نه وي.
شنونکی سهېل وړایچ وايي، وجه دا ده چې بندیز د ډلو پر نامه وي او پر شخصیتونو نه وي.
(د دې بندیزونو څه مطلب نه وي، ځکه چې موږ وړاندې هم لیدلي چې د حافظ سعید پر جماعة الدعوه بندیز لګېدلی وو خو د هغوی فعالیت په څه نه څه نامه بیا هم روان دی، پر سپاه صحابه بندیز لګېدلی وو خو څه ګټه یې نه وه، خلک بیا هم په بل نوي نامه خپل کارونه جاري ساتي، شاید په قانون کې د دې ګنجایش شته چې خلک په نوي نامه فعالیت کولای شي، ځکه چې پر شخصیت بندیز نه وي پر ډلو وي نو هغوی بیرته په بل نامه را وړاندې شي.''


د پاکستان حکومت چې تر اوسه پر کومو تنظیمونو او ډلو بندیز لګولی دی په هغوی کې زیاتره اوس غیرفعال دي خو لویو هغو پکې په نورو نومونو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
په نورو نومونو فعال پاته شویو کې ځینې داسې هم دي چې په نورو هیوادونو کې د ترهګرۍ تور هم پرې پورې دی.


د دې له کبله په نړیواله توګه پاکستان تورن شوی چې یا خو د سختدریځو او ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او یا یې هم د هغوی پر فعالیتونو سترګې پټې کړې دي. خو پاکستان تل داسې تورونه رد کړي‌ او ادعا کوي چې له نړۍ سره د ترهګرۍ او سخت دریځۍ په وړاندې مبارزه کې ملګری دی.


د سیاسي چارو پوه فاروق سولهریه وايي، پر داسې ډلو بندیز په ملک کې د موجودې او لا زیاتېدونکې سختدریځۍ د مسلې حل نه دی.
دی وايي، د داسې ډلو په مقبوله کولو کې په خپله ریاستي عناصر او سیاسي ګوندونه دواړه شریک اوسېدلي دي.

''په پاکستان کې په ځانګړې توګه پر مذهبي ډلو بندیزونه تل ټوکې اوسېدلې دي. په بنیادي توګه د ریاست څه نه څه کړۍ د دوی ملګرې وي او سیاسي ګوندونه هم د دومره دوه مخۍ ښکار دي چې د خپلو لنډمهاله ګټو لپاره یې له دې ډلو سره اتحادونه کړي دي. د بېلګې په توګه د پپلز ګوند په څېر روڼ اندي بلل کېدونکي ګوند هم په ۹۰مه لسیزه کې په پنجاب کې له سپاه صحابه سره ګډ حکومت جوړ کړی وو، هم داسې مسلم لیګ نواز له سپاه صحابه سره اتحادونه کړي وو او تحریک لبیک په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو نو تحریک انصاف پکې ګډون کړی وو، نو داسې بندیزونه هسې ټوکې دي او کله په ملک دننه او کله په نړیواله توګه د دهوکې لپاره استعمالېږي.''

پاکستان د نړیوالو او په ځانګړې توګه د ګاونډي هند او افغانستان دا تورونه تل رد کړي دي چې ګواکې پاکستان د هم دې سختدریځو ډلو په مرسته هلته ترهګر فعالیتونه کوي.

خو سهیل وړایچ وايي، پاکستان دا ډلې په خپله جوړوي او ملاتړ یې کوي خو د ده په وینا، په دې نه پوهېږي پاکستانی ریاست داسې ولې کوي؟

''زموږ چې کوم ریاست دی او د هغه چې کومې ادارې دي هغوی لومړی په خپله دا ډلې ساتي، مرستې ورسره کوي او تړونونه ورسره کوي او استعمالوي یې هم خو بیا یو وخت راځي چې خلاف یې شي او چې کله هغوی ورته ننګوونکي شي نو بیا یې وژني خو د دې بیا بیا جوړولو او بیا بیا ړنګولو په فلسفه یې پوه نه شو.''
شنونکی او لیکوال فاروق سولهریه وايي، په پاکستان کې د ریاستي مرستې او پالنې تر څنګ د سخت دریځۍ د ودې نور وجوهات هم شته.
''د غربت، نیولیبرلزم، او مذهبي سختدریځۍ په خپل منځ کې یو ژور تعلق دی، د دې رشتې له ماتولو پرته موږ دا مسله نه شو هوارولای، ډېره ضروري ده چې ریاست او مذهب سره بېل کړل شي، تر څو چې سیکولریزم نه وي‌ تر هغه وخته به دا قوتونه نور هم قوي کېږي او د سیکولرزم مطلب دا دی چې ریاست به نه د یو مذهب او فرقې ترشا دري او نه به هم پر هغه جبر کوي.''
پاکستان پر تحریک لبیک په داسې وخت کې بندیز لګولی دی چې دا ملک لا هم په نړۍ کې د ناقانونه پیسو د څار ادارې په خړ لسټ کې دی.

یادې نړیوالې ادارې د روان کال تر جون میاشتې پاکستان ته وخت ورکړی چې که یې سختدریځو او ترهګرو ډلو ته د مالي مرستو مخه و نه نیوله نو تور لسټ ته به یې واچوي. پاکستان وايي د دې ادارې د غوښتنو پوره کولو لپاره پوره هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG