په داسې حال کې چې اسلام اباد پر سرحدي سیمه د ۹۰۰ کلومیټره پورې اغزن تار لګوي او د دواړو هېوادونو تر منځ ټولې پولې یې تړلي دي. په زرګونو داسې ډرایوران په منځ لاره کې ګېر پاته دي. له دې روزګار سره د بلوچستان د زرګونو کسانو ژوند تړلې دې چې اوس یې د معاش ذریعه ختمه شوه.
په تفتان کي یوه پاکستاني چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د اپرېل پر ۲۹ مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د تفتان لار د اپرېل پر ۲۸ بنده شوې چې تر يوې اوونۍ پورې به تړلې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس ناروغۍ زیاتېدو له امله صحت څانګې له ننګونو سره مخامخ کړې دي.
د اپرېل پر ۲۳مه عدالت په خپله پرېکړه کې ویلي، د جایدادونو د خرڅولو له لارې چې کومې پیسې تر لاسه شي هغه دې په قامي خزانه کې جمع کړل شي.
عمران خان د اپرېل پر ۲۳مه، په اسلام اباد کې د قامي رابطه کمېټې غونډې ته په وینا کې وويل، دا پريکړه يې ځکه کړې چې په هېواد کې د کورونا کېسونه ورځ تربلې زیاتېږي او ولس له کورونا نه د ځان ژغورنې لپاره په حکومتي لارښونو عمل نه کوي.
په پاکستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې په زوره د مذهب بدلولو، د مذهبي سپکاوي مقدمې، او د شیعه ګانو، احمدیانو، هندوانو، عیسایانو او سیکانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو پر ضد له کرکې ډکې ویناوې زیاتې شوې دي.
خبریال عبدالله مومند په معروف هسپتال اسلام آباد کې د ابصارعالم پوښتنې ته ورغلی وو، مشال راډیو ته د ډاکټرانو له خولې وايي چې د هغه له بدنه یې ګولۍ اېستلې او په ښه کېدو دی.
نور وښیئ