د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: کورونا وبا په تېرو ۱۹ ورځو کې تر ۱۹۰۰ زيات کسان وژلي


په کراچۍ کې يوې ښځې ته واکسين لګېږي.
په کراچۍ کې يوې ښځې ته واکسين لګېږي.

په پاکستان کې چارواکي ادعا کوي چې د کورونا وايرس واکسينو کمپاين ښه روان دی او تر اوسه يې له دوو میليونو څخه زياتو کسانو ته د دې ناروغۍ واکسين ورکړي دي.

بلخوا د کووېډ-۱۹ ناروغۍ وبا درېيمې څپې په دغه هېواد کې د اپرېل له لومړۍ نېټې نه تر ۱۹مې (۱۹ ورځو کې) ۱،۹۲۳ کسان وژلي دي.

ډاکټران وايي په پاکستان کې د کورونا ناروغۍ درېمه څپه ډېره په تيزۍ سره خورېږي چې له وجې یې ورځ تر بله روغتونونو ته په زيات شمېر کې مريضان راروان دي.

د پېښور د ليډي ريډینګ هسپتال وياند محمد عاصم د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل، له تېرې يوې مياشتې نه د زياتو مريضانو راتللو له وجې په روغتون کې هره ورځ د کټونو شمېر هم زياتوي.

د نوموړي وينا وه "په صوبه کې د کورونا صورتحال ډير خراب دې، د لیډي ريډینګ هسپتال پرته د پېښور خيبر ټيچنګ روغتون او حېات اباد مېډيکل کمپلېکس نور مريضان نه اخلي ځکه چې هلته کټونه ډک شوي دي، د دې ترڅنګ په صوبه کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لوجې د مړو شمېر هم زيات شوی دی."

د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير اسد عمر د اپرېل پر ۱۹مه په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل چې په زيات شمير کې د نوو کېسونو راتللو يوه تر ټولو غټه وجه د خلکو له خوا په حکومتي لارښوونو په صحيح توګه عمل نه کول دي.

نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې په حکومتي لارښوونو دې عمل ېقيني کړي.

پاکستان کې د کورونا واکسينو لړۍ په څه ډول روانه ده؟

د اپرېل په ۱۹مه رسنيو سره خبرو کې اسد عمر زياته کړه، هر هغه څوک چې عمر يې له ۵۰ کلونو زیات وي، د واکسين لګولو لپاره خپل نومونه دې حکومت سره وليکي.

له دې وړاندې نوموړي د اپرېل پر اتمه په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي وو چې له وړوکي اختر وروسته به د دې هېواد ټول وګړي د کورونا واکسين لپاره نومليکنه وکولای شي.

د واکسینو لپاره د نومليکنې طریقه دا ده چې خلک د خپل شناختي کارډ نمبر، ۱۱۶ ته لېږي. بيا ورته حکومت د خپل مهالویش له مخې د نيزدې کلينيک پته ورلېږي چې د واکسينو لپاره ورشي.

په پاکستان کې اوسمهال د چين ساينوفام او ساينوواک او د روسې سپوتنيک واکسين استعماليږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اپرېل په ۱۲مه په جرمني کې د خپل سيال هايکو ماس سره ترملاقات وروسته په خپل ټويټر وليکل چې د کورونا وایرس ۱۵ ميليونه ډوزه نور واکسین به د کوواکس پروګرام له لارې تر مې مياشتې پورې لاسته راوړي.

د جرمني او پاکستان بهرنيوو چارو وزیران
د جرمني او پاکستان بهرنيوو چارو وزیران

کوواکس پروګرام د ملګرو ملتونو د روغتيا نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او) پروګرام دی چې مقصد یې غریبو هېوادونو ته هم د کورونا واکسين رسول دي.

د روغتيايي چارو لپاره د وزيراعظم د سلاکار وياند ساجد حسېن د اپرېل په ۲۰مه مشال راډيو ته وويل، د واکسينو ورکولو لړۍ يې په تيزۍ سره روانه ده.

د نوموړي وينا وه "په پاکستان کې تر ۵۰ کالو نه زیات عمر کسانو ته د واکسين ورکولو لړۍ روانه ده او د مختلفو ملکونو نه نور واکسين ترلاسه کولو وروسته حکومت اراده لري چې د اختر نه پس د ۵۰ کاله او له هغې نه کم عمر کسانو نومليکنه هم شورو کړو، دې تر څنګ ډاکټران او د صحت عمله خو موږ په ړومبي پړاو کې واکسين کړې ده."

په پاکستان کې د حکومت له خوا د کورونا واکسين ورکولو لړۍ د روان کال له فېبرورۍ مياشتې راهیسې روانه ده چې دا وخت يې تر ۵۰ کلونو زيات عمر لرونکي کسان اخيستلای شي. خو په شخصي توګه د هر عمر وګړي کولای شي چې د پيسو په بدل کې ځان واکسين کړي.

په همدې حال کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپروونکې ویبپاڼې ليکلي چې په پاکستان کې د اپرېل تر ۲۱مې ۷،۷۲۰۰۰ نه زيات خلک په دې وبا اخته شوي دي، ۱۶،۶۰۰ کسان ترې مړه شوي خو ۶،۷۲۰۰۰ نه زيات کسان له دې وایرسه روغ شوي هم دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس ړومبې کېس ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ پر ۲۶مه مخې ته راغلې وو او ړومبې تن ترې د مارچ په ۱۸مه، مردان په منګا کلي کې مړ شوې وو.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر مياشت کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره او بيا ټولې نړۍ ته خپور شو.

XS
SM
MD
LG