د پاکستان سپريم کورټ دپخواني جج ارشد ملک د مبينه ويډيو سکېنډل په اړه د کېس اورېدنه پرون بشپړه کړه. د کېس اوریدنه د چېف جسټس اصف سعيد کوسه په مشرۍ درې کسيزې جرګګۍ وکړ. د اوریدنې په مهال د سپريم کورټ چيف جسټس وویل چې دا ويډيو نواز شريف ته هله ګټه رسولی شي چې څوک په دې لړ کې عدالت ته خواست ورکړي.