د سترګو لیدلی حال وايي چې پر کورونو تر لوېدو وړاندې د الوتکې تر لکي د اور لمبې ختلې چې لاندې پر یوه کوره رالوېده.
د پاکستان تحريک انصاف حکومت د مرمرو په کاڼو يا ماربلو په کاروبار ۱۷ فېصده ټيکس لګولی دی چې د کانونو مالکان پرې خوشاله نه دي. خو د اقتصاد وزير حماد اظهر وايي دا ټيکس د مرمرو پر کانونو نه بلکې خرڅلاو یې دی چې سېلز ټيکس ورته وايي.
شاه محمود قریشي زیاته کړه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د اسلام اباد کردار واشنګټن هم منلی دی
د پاکستان چیف جسټس یا مشر قاضي اصف سعید کوسه وايي، په هیواد کې د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه به ډېر زر ځانګړي عدالتونه په کار پیل وکړي.
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو پر واکمن تحريک انصاف د سياسي انتقامي کارروايۍ تورونه لګولي دي. د جمعيت علمای اسلام (ف) ډلې مشر مولانا
د پاکستان پوځ وايي ، د وسله والو په دوو بېلا بېلو بریدونو کې یې ۱۰ عسکر وژل شوي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ایف ۱۶ الوتکو د تکنیکي او لاجسټکي مرستو لپاره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو ورکولو منظوري ورکړې ده.
د پاکستان په پنجاب صوبه کې پوليسو د لاهور په مال روډ د اپوزيشن ګوندونو لخوا په جلسه کولو د مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند په سلګونه کارکوونکو او مشرانو مقدمې درج کړې دي.
په پاکستان کې وکیلانو د جولايي پر ۲۷مه د ټول ملک په عدالتونو کې کاربندیز او په اسلام اباد کې لویه غونډه رابللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ، اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې پاکستان خپلې ژمنې عملي کړي.
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار خان په خپله وینا کې وویل، تباهي په وزيرستان کې شوې او حکومت کورونه په اسلام اباد کې جوړوي.
د پاکستان اپوزیشن ګوندونه نن د انتخاباتو کال پوره کېدو په مناسبت توره ورځ لمانځي او جلسې کوي.
نور وښیئ