د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: له هند سره نور د خبرو کولو په لټه کې نه يم

د پاکستان وزيراعظم عمران خان (ارشيف)
د پاکستان وزيراعظم عمران خان (ارشيف)

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي نور له هندوستان سره د مذاکرات کولو په لټه کې نه دی.

نوموړي پرون (د اګست پر ۲۱مه) له امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز سره په مرکه کې ويلي دي چې له هند سره اوس د مذاکراتو هېڅ ګټه نشته او په خبره يي چې د دواړو اټومي طاقتونو پاکستان او هندوستان ترمنځ د نښتې رامنځته کېدو خطر مخ په زياتېدو دی.

عمران زياته کړې چې له ممکنه ورانوونکو حالاتو په اړه يې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم خبر کړی دی.

پاکستان له هند سره د سفارتي اړيکو د کچې ټیټولو، دوه اړخیزه سوداګرۍ ځنډولو او د «سمجوته ايکسپرېس» په نوم د اورګاډي تګ راتګ درولو پريکړې تر هغه وروسته وکړې چې د هند پارليمان د ۲۰۱۹م کال د اګست پر پنځمه تر خپل واک لاندې کشمير نیمه خپلواکه حيثيت ختم کړ او د کشمیر په اړه يې د اساسي قانون۳۷۰مه ماده لغوه کړه.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG