د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، چين ورته ويلي چې هغوی به د پاکستان لخوا د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د کشمير مسئلې د وړلو پريکړې ملاتړ کوي.
په پاکستان کې خلک وایي، د لوی اختر راتلو سره سم د سبزیانو او میوو ترڅنګ د نورو خوراکي توکیو بیې لوړې شوي چې له کبله يې خلک نه شي کولای اختر لپاره سبزي یا میوه واخلي.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په قامي اسمبلۍ کې غونډې ته په وینا کې وویل، د مریم نواز ګرفتاري په څېر اقدامات به پخواني پوځي واکمن ضیاالحق کول.
په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي هم له مشال راډيو سره خبرو کې وویل، که له هند سره سوداګري ځنډېږي نو دا به په پاکستان کې ګراني نوره هم زياته کړي.
د اګست پر اوومه نېټه د وزیر اعظم عمران خان له دفتره په جاري شوي بیان کې راغلي دي چې پاکستان به له هند سره د سفارتي اړیکو کچه راټیټوي.
پوځي چارواکي هم ورسره مرسته کوي او د نقیب مسود کورینۍ ته یې کور ورکړی او اوس یې دپینډۍ په پوځي روغتون کې د ناروغه پلار مفته درملنه کوي. هغه وویل د انصاف تر لاسه کیدو به کېس ته دوام ورکوي.
عمران خان وايي د کشمير مسله به سلامتي کونسل او جنرل اسمبلۍ کې راپورته کوي.
د کندهار او چمن سوداګر غوښتنه کوي چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې د چمن - بولدک سوداګریزه لار شپه او ورځ پرانیستې وساتي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر د اګست په پنځمه پارلمان ته د راوستلو لپاره د پخواني ولسمشر اصف علي زداري، پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او رېلوی پخواني وزير خواجه سعد رفيق پروډکشن ارډر جاري کړی دی.
پاکستان د دې اقدام غندنه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک سرغړونه بللې. په عین وخت کې په هندي پارلېمان کې پر اقدام تود بحث شوی.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، د سېنېټ د مشر خلاف د عدم اعتماد د ووټونو پر مهال د درغلیو د معلومولو او د خپلو سېنېټرانو څخه
په پاکستان کې د پولیو مخنیوي ادارې چارواکي وايي، په بلوچستان کې د پولیو نوي ناروغ مخې ته راتلو سره سږکال په دې هېواد کې د پولیو ناروغانو شمیره ۴۸ ته ورسیده.
نور وښیئ