د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: پاکستان د نجم سېټي خپرونه تړلې


پاکستانیو خبریالانو په تېر یو نیم کال کې د محدودیتونو او سېنسرشېپ ضد احتجاجونه کړي
پاکستانیو خبریالانو په تېر یو نیم کال کې د محدودیتونو او سېنسرشېپ ضد احتجاجونه کړي

پراګ - د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ (سي پي جې) د اګست پر ۲۲مه په یوه بیان کې لیکلي چې د پاکستان چینل ۲۴ اېچ ډي د خبریال نجم سېټي د روانو چارو خپرونه تړلې ده.

د کمېټۍ په بیان کې راغلي چې دا خبره ورته سېټي په ټېلېفون کړې ده او ورته یې ویلي چې د ټېلېوېژن انتظامیې، د اګست پر شپږمه، د یوه ناپېژندلي کس تر ټېلېفون وروسته د نوموړي د سیاسي تبصرو خپرونه وتړله.

د سېټي په خبره، هغه کس له انتظامیې غوښتنه کړې وه چې خپرونه دې یې ورختمه کړي.

د سي پي جې په خبره، د ټېلېوېژن مدیر محسن نقوي ته یې په ټېلېفون پیغام واستاوه چې د خپرونې د تړلو پرېکړې په اړه ورته سپیناوی ورکړي خو هغه ځواب ورنکړ.

له رپورټونو سره سم، د سېټي د خپرونې تړلو پر مهال پر هغه د وزیراعظم د رسوایۍ تور پورې شوی وو.

په اپرېل کې وزیراعظم عمران خان د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پېمرا) ته شکایت وکړ چې سېټي بدنامه کړی دی.

په هغه شکایت کې راغلي ول چې خبریال د وزیراعظم د واده په اړه ناسمې څرګندونې او تورونه پورې کړي دي.

پېمرا د دې شکایت په ځواب کې پر چینل ۲۴ د ۱۰ لاکه روپیو جرمانه ولګوله او له سېټي یې غوښتنه وکړه چې د "ناسم خبر په خپرولو" دې بښنه وغواړي.

کله چې وزیراعظم د سېټي ضد اقدام وکړ نو هغه په یوه لیکنه کې ویلي ول چې د شکایت ضد درېږي.

سېټي په لیکنه کې دا دعوه هم کړې وه چې له "ناپېژندلیو شمېرو" تر ټېلېفونونو وروسته د کېبل کمپنیو د هېواد په ۹۰ فیصده سیمو کې د چینل خپرونې بندې کړې وې.

سېټي د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ ته ویلي چې هغه وخت ټېلېوېژن تر څلورو ورځو تړلی وو.

د اګست پر درېیمه، رسنیو وویل چې د اسلام اباد یوه عدالت سېټي ته ویلي چې عمران خان د "خپل شخصي ژوند په اړه د پروپیګنډې" له تور پورې کولو سره ویلي چې سېټي یې د بدنامۍ او رسوایۍ هڅه کړې نو ځکه ورڅخه ۱۰ اربه روپۍ تاوان غواړي.

د ډان ورځپاڼې له وینا سره سم، په هغه شکایتلیک کې وزیراعظم له عدالته غوښتي چې چینل ۲۴ ته امر وکړي چې سېټي له خپرونې کولو وګرځوي خو قاضي یې دا غوښتنه رد کړه، البته د بدنامۍ درخواست یې ومانه.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ ویلي، پر ټوېټر یې د پاکستان د برېښنايي یا الېکټرانېک رسنیو د انتظام له ادارې څخه پر موضوع د تبصرې غوښتنه وکړه خو هغوی څه و نه ویل.

د کمېټۍ په خبره، د وزیراعظم دفتر ته یې برېښلیک (ايمېل) واستاوه، خو ځواب یې نه دی ورکړی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټي زیاتوي چې نجم سېټي د پاکستان له نومیالیو خبریالانو او شنونکو څخه یو دی او په ۱۹۹۹ز کال کې چې له بي بي سي سره وو نو د خپل کار له وجې یې شاوخوا یوه میاشت په زندان کې تېره کړې وه.

XS
SM
MD
LG