د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: هندیو پوځیانو د کنټرول پر کرښه دوه ملکيان وژلي


نوي دلي زرګونه اضافي سرتېري په کشمیر کې ځای پر ځای کړي

اسلام اباد - د پاکستان حکومت وايي، هنديو پوځیانو د اګست پر ۱۸مه، د کنټرول کرښې له هغې غاړې ډزې کړي چې پکې د پاکستان خوا ته دوه ولسي وګړي وژل شوي او یو ټپي دی.

د اګست له پېنځمې راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې.

پر هغې ورځ نوي دلي د ایین ۳۷۰ او ۳۵ اې مادې لغوه کړې چې ورسره د هند تر واک لاندې د کشمیر ځانګړی حیثیت او کورواکي ختمه شوه.

هند تر بدلون یوه ورځ مخکې سیمې ته زرګونه نور سرتېري واستول، ټېلېفوني او انټرنېټي خدمات یې وتړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د اګست پر ۱۹مه په یوه بیان کې ویلي، د کنټرول پر کرښه د تاوتریخوالي په غبرګون کې یې په اسلام اباد کې د هند سفارت یو ډېپلوماټ ورغوښتی او ورته یې احتجاج کړی دی.

پاکستان مخکې د هند له لوري د کشمیر د کورواکۍ د ختمولو په غبرګون د هغه هېواد سفیر ته د اسلام اباد پرېښودو ویلي ول.

نوي دلي پر کنټرول کرښه د تاوتریخوالي تازه پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو د تېرې اوونۍ د ډزو د پېښو پړه یې پر پاکستان اچولې وه.

XS
SM
MD
LG