د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې پولې خبریالان: پولیس دې احمد منیب "فوراً خوشې کړي"


د پاکستان خبریالان د هغوی ځورونو او ورته د ګواښونو ضد مظاهره کوي، د ۲۰۱۸ز نومبر.

کراچۍ - د بې پولې خبریالانو سازمان په کراچۍ کې، سمدستي د یوه خبریال د خوشې کولو غوښتنه کړې او د پولیسو له لوري یې د هغه د حراست د حالت غندنه کړې.

سازمان د اګست پر ۲۰مه په یوه بیان کې ویلي، احمد منیب د اګست پر ۱۰مه پولیسو نیولی وو او شاوخوا ۷۲ ساعتونو لپاره یې په داسې حالت کې ساتلی وو چې هېچا ورسره رابطه نشوه کولای.

د نوموړي مېرمن اصباح منیب د بې پولې خبریالانو سازمان ته ویلي، درې ورځې وروسته ورته معلومه شوه چې مېړه یې چېرې دی.

د دې په خبره، پولیسو د اګست ۱۰مې پیشلمي مهال، شاوخوا څلور بجې منیب له ځانه سره یووړ.

د نوموړې په خبره، پر مېړه یې د "باج اخیستو یا بته خورۍ" تور دی.

احمد منیب د اردو ژبې ورځپاڼې "پیارا وطن" خپروونکی مدیر دی او د پولیسو د درغلۍ او منظمو جنایتونو په اړه خبریالي کوي.

اصباح منیب وايي، پرله پسې څو ورځې یې له چارواکو پوښتنه وکړه او بالاخره هغوی ورته وویل چې مېړه یې د کراچۍ په مدینه تاڼې کې دی او ورڅخه پلټنې روانې دي.

د بې پولې خبریالانو د ارام سمندرګي سیمې څانګې ویلي، په کراچۍ کې د خبریالانو تښتول او د تنهایۍ په بند کې ساتل یو ((عادي کار)) جوړ شوی.

سازمان وايي، د احمد منیب ضد اقدامات یوازې د خبریالانو کار اغېزمنولو معنا لري چې موخه یې خبریالان د خپل ځان سانسورولو ته اړ کول دي.

د منیب ښځه وايي، تر ګرفتارۍ مخکې یې مېړه ته ګواښونه شوي ول او سازمان ته یې ویلي چې د اګست پر پېنځمه هم یوه پولیس ورته ګواښ کړی وو چې که د پولیسو په اړه یې خبریالي پرېنښوده نو "و به وژل شي."

د کراچۍ پولیسو لا پر دې موضوع رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG