د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د احتساب ادارې په قوانينو کې بدلونونه راولي


پاکستان کې د احتساب قامي ادارې د دفتر مخ (ارشيف)
پاکستان کې د احتساب قامي ادارې د دفتر مخ (ارشيف)

پراګ - د پاکستان د قانون وزير وايي حکومت د احتساب قامي اداري يا نېب په قوانينو کې د بدلون پرېکړه کړې او وفاقي کابينې يې منظوري هم ورکړې ده. فروغ نسيم دا خبره د اګست په ۲۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وکړه او زياته يې کړه چې هغه کسان به چې احتساب ادارې نيولي وي، له نورو عدالتونو ضمانت اخيستلی شي.

په دې وروستيو کې احتساب ادارې د اپوزيشن ګڼ شمېر مشران د درغليو په تورونو نيولي او اپوزيشن ګوندونو هم پر حکومت تور پورې کړی چې هغوی د احتساب په نوم سياسي انتقام اخلي.

د پاکستان د قانون وزير فروغ نسيم ويلي چې د احتساب ادارې لخوا نيول شوي ملزمان د ضمانت لپاره های کورټ ته تللی شي. د دې ترڅنګ د پلي بارګېن يا د پيسو ورکولو په بدل کې د خوشي کېدو په اړه قانون کې هم بدلون راولي.

((د بدلون ترمخه به د ضمانت واک نورو عدالتونو ته ورکول کېږي. د شخصي کاروباري کسانو او کمپينانو خلاف د کاروايي اختيار له احتساب ادارې اخيستل کېږي. د احتساب ادارې مشر پر دې خبرو زموږ سره متفق دی. احتساب اداره د لويو درغليو د پلټنو لپاره جوړه شوې وه او بايد پر دې زيات غور وکړي چې موثره نتيجې ورکړي.))

د قانون وزير وويل چې قايمه کمېټۍ د سول پروسيجر ترميمي بل منظوري ورکړې او اوس به ديواني مقدمې په يو نيم کال کې دننه فيصله شي.

د پاکستان دوو لويو اپوزيشن ګوندونو مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز پارټۍ د حکومتي پريکړې هرکلی کړی خو وايي چې حکومت بايد نوي قوانين عملي هم کړي. د پيپلز پارټۍ سېنېټر بهرمند تنګې د اګست په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل.

(( موږ هم د احتساب خبره کوو خو دا عمل بې له څه ډول توپيره پکار دی. احتساب اداره بايد په ولس کې خپل باور پرځای کړي. موږ د داسي قانون سازۍ هرکلي کوو.))

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د مسلم ليګ ن غړي عبادالله خان مشال راډيو ته وويل چې د دوی ګوند له ډيرې مودې راهيسې په دې قوانينو کې د بدلون خبره کوله.

(( يواځې د احتساب ادارې د قانون خبره نه ده بلکې د نورو ادارو په قوانينو کې هم بدلون پکار دی. موږ په قانون کې د بدلون راوستو هرکلی کوو خو چې حکومت يې په کوم ډول کاروي، هغه لاره ناسمه ده.))

په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکي مبارک زېب خان مشال راډيو ته وويل چې احتساب قوانين په د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند په تيرو حکومتونو کې جوړ شوي ول او هغوی دا د يو بل پرضد کاروله. د نوموړي په خبره په راتلونکو ورځو کې به قوانين نور هم سختېږي.

(( که چيرې حکومت داسي اصلاحات راوستل غواړي چې د درغليو په اړه به هغو کسانو ته نوټس نه ورکوي چې پر حکومتي څوکيو ناست وي يا پخواني چارواکي وي، نو بيا به دا د سياسي ګټو په معنا وي. قوانين موجود دي خو پر هغوی عمل پکار دی.))

د انصاف وفاقي وزير دا هم ویلي چې د پاکستان ټول ملکې قوانين د وزارت پر وېبپاڼه خپاره شوي دي. د وېبپاڼې ترمخه د هېواد د ټولو ملکي قوانينو شمېر تر ۸۰۰ زيات دی.

XS
SM
MD
LG