امریکایي ولسمشر ډونلډټرمپ د اګست پر ۱۹مه له پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره یو ځل بیا په ټلیفون خبرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اګست پر ۱۹مه خبري غونډې ته وویل چې له دې وړاندې د اګست پر ۱۶مه هم د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې شوې وې، چې پکې عمران خان ولسمشر ټرمپ د کشمیر په موضوع له خپل دریځه خبر کړی و.
قریشي هيله وښوده چې امريکا به د پاکستان او هند ترمينځ د ترینګلتیا په کمولو او د کشمیر د لانجې په هوارولو کې رول ولوبوي.
ولسمشر ټرمپ د اګست پر ۱۹ مه پر ټویټر لیکلي چې د پاکستان او هند له لومړیو وزیرانوسره یې ګټورې خبرې شوي دي.
"له دوه ښو ملګرو نریندر مودي او عمران خان سره مې پر تجارت،ستراتیژیکه ملګرتیا او د دواړو هیوادونو لپاره په مهمه موضوع کشمیر کې د ترینګلتیا په کمولو خبرې وشوې."
د پاکستان او هند ترمنځ د اګست له پنځمې راهسې ترینګلتیا زیاته شوې ده. په هغه ورځ هند د خپلې ولکې لاندې کشمیر ته ورکړل شوې ځانګړی حثیت ختم کړ. له دې یوه ورځ مخکې یې سیمې ته اضافي سرتیري لیږلي دي.
پاکستان د هند د دې ګام غندنه کړې. خو هند دریځ لري چې د دې سره به کشمیر په قامي بهیر کې ورګډ شي.