د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ: د پخواني جج ویډیو نوازشریف ته ګټه رسولی شي


د سپریم کورټ ودانۍ مرکزي دروازه
د سپریم کورټ ودانۍ مرکزي دروازه

د پاکستان سپريم کورټ دپخواني جج ارشد ملک د مبينه ويډيو سکېنډل په اړه د کېس اورېدنه د اګست پر ۲۰مه بشپړه کړه. د کېس اوریدنه د چېف جسټس اصف سعيد کوسه په مشرۍ درې کسيزې جرګګۍ وکړ. د اوریدنې په مهال د سپريم کورټ چيف جسټس وویل چې دا ويډيو نواز شريف ته هله ګټه رسولی شي چې څوک په دې لړ کې عدالت ته خواست ورکړي.

په ویډیو کې ارشد ملک پخواني وزیراعظم نوازشریف ته د سزا ورکولو په لړ کې د 'پټو قوتونو' د فشارونو یادونه کوي.

د مسلم لیګ ن مخکښ او سنېټر پرویز رشید د اګست پر ۲۰ مه مشال ریډیو ته وویل چې په دې لړ کې عدالت ته د تللو او یا نه تللو له قانوني سلاکارانو سره مشورې کوي. نوموړي زیاته کړه.

"مخکې زموږ د وکیلانو دا خیال و چې کله په هایي کورټ کې د سپتمبر په میاشت کې د نوازشریف د کېس اوریدنه کیږي نو په خپلو دلایلو کې به دغه ویډیو وړاندې کوي خو اوس چې عدالت دا خبره وکړه نو زموږ وکیلان به پرې غور کوي"

نوموړي وویل سپریم کورټ په یو شمېر موضوعاتو له سوموټو نوټس اخلي او پکار هم دا وه چې د احتساب د پخواني قاضي ارشد ملک د ویډیو تر راتګ وروسته یې په دې موضوع نوټس اخیستی وای او نوازشریف یې خوشی کړی وای.

د جولایي پر۶ مه د نوازشریف لور مریم نوازشریف په لاهور کې خبریالانو ته یوه ویډیو ورکړې وه چې پکې ارشد ملک پخواني وزیراعظم نوازشریف ته د سزا ورکولو په لړ کې د 'پټو قوتونو' د فشارونو یادونه کوي. له دې یوه ورځ وروسته جج ارشد ملک په یوه خبر پاڼه کې دغه ویډیو جعلي، دروغجنه او فرضي بللې وه.

د ۲۰۱۸ز کال د ډيسېمبر پر ۲۴مه د احتساب عدالت جج ارشد ملک نوازشريف ته په العزيزيه سټيل مل کېس کې د اوو (۷) کالو بند او جرمانې سزا اورولې وه چې له وجې یې شریف دا مهال د لاهور په کوټ لکهپت زندان کې دی.

XS
SM
MD
LG