د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کشمیر مسله د انصاف نړیوال عدالت ته وړي


کشمیر کې سرتېري د تاوتریخوالي مخنیوي په موخه ولاړ دي
کشمیر کې سرتېري د تاوتریخوالي مخنیوي په موخه ولاړ دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د هند تر واک لاندې د کشمیر موضوع د انصاف نړیوال عدالت ته وړي.

شاه محمود قریشي د اګست ۲۰مې پر شپه د پاکستان له جیو ټېلېوېژن سره په خبرو کې وویل، حکومت د قانوني اړخونو تر څېړلو وروسته دا فیصله کړې چې په نړیوال عدالت کې به په کشمیر کې د بشري حقونو د سرغړونو موضوع پر سر قضیه تیاروي.

ده د انصاف نړیوال عدالت ته د تګ نېټه نه ده ښودلې خو وايي، د قانوني چارو وزارت به بشپړ معلومات رسنیو ته ورکړي.

نوي دلي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو دریځ لري چې کشمیر یې کورنۍ موضوع ده او پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

د اسلام اباد او نوي دلي تعلقات د هند تر واک لاندې د کشمیر کورواکۍ ختمولو تر اقدام وروسته ترینګلي شوي دي.

قریشي وايي، د بشري حقونو سرغړونې پر موضوع قضیه جوړوي
قریشي وايي، د بشري حقونو سرغړونې پر موضوع قضیه جوړوي

دواړه هېوادونه کشمیر خپل بولي خو د ځینو برخو واک یې لري.

د اګست پر پېنځمه هندي حکومت او پارلېمان د هېواد د ایین ۳۷۰ او ۳۵ اې مادې لغوه کړې او تر خپل واک لاندې د کشمیر ځانګړی حیثیت او کورواکي یې ختمه کړه.

له هغې ورځې راهیسې په سیمه کې د خلکو پر تګ راتګ او رابطو محدودیتونه دي.

د هندۍ ټایمز اف انډیا ورځپاڼې مدیرې ارتي ټیکو سینګ د اګست پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل، د اییني حیثیت تر بدلېدو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته په کشمیر کې ورځنی ژوند عادي حالت ته په ستنېدو دی.

نوموړې وايي، اوس هم په جلسو بندیزونه دي، انټرنېټ او موبایل ټېلېفون خدمات تړلي، خو ښوونځي پرانیستل شوي او خلک تګ راتګ کولای شي: "اوس دوه اوونۍ وروسته د یو څو سیمو علاوه، په هر ځای کې تاري ټېلېفونونه بحال شوي. انټرنېټ او موبایل فون سروېس اوس هم بند دی. زه تر اختر مخکې د جمعې پر ورځ او بیا د اختر په ورځو کې په کشمیر کې وم، نو خلک جوماتونو ته تلل. د پخوا په څېر یې شمېر لوړ نه وو، خو بهر وتل. سکولونه هم خلاص شوي."

ارتي ټيکو سینګ زیاته کړه چې په کشمیر کې امنیتي سرتېري د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG