د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د نويو صوبو جوړولو لپاره پارليماني کمېټۍ جوړېږي


د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني (ارشيف)
د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني (ارشيف)

پراګ - د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د نويو صوبو جوړولو لړ کې د قانون جوړونې لپاره پارليماني کمېټۍ جوړېږي. دا خبره په قامي اسمبلي کې د قانون او انصاف د قايمه کمېټۍ يو غړي چوهدري محمود بشير ويرک د اګست په ۲۱مه مشال راډيو ته وکړه.

د قايمه کمېټۍ غړي او د اپوزيشن ګوند مسلم ليګ ن مخکښ چوهدري محمود بشير ويرک وايي چې د جنوبي پنجاب، بهاولپور او هزارې صوبې په اړه د قانون سازۍ لپاره کمېټۍ پرېکړه کړې چې سپيکر يوه پارليماني کمېټۍ جوړه کړي. نوموړي زياته کړه دا پرېکړه ځکه شوې چې د کمېټۍ په غونډه کې د نويو صوبو جوړولو په اړه جلا جلا نظرونه ول.

((ټول سياسي ګوندونه به پر دې خبره غور کوي چې نوي صوبې په کوم ځای کې ضرورت لري او څه ډول جوړول پکار دي. د سياسي ګوندونو پارليماني کمېټۍ کې به د نويو صوبو په اړه د قانون سازۍ په اړه يو دريځ رامنځ ته شي.))

د ويرک په خبره واکمن تحريک انصاف ګوند په دې معامله کې جدي نه ښکاري.

((حکومت وخت تيروي. دوی له ولس سره لوظونه کړي خو عمل پرې نه کوي. حکومت په لومړي سر کې ويلي و چې نوي صوبې به جوړوي خو اوس له خپلي خبري په شا کېږي.))

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اپوزشن ګوند مسلم ليګ نون د جنوبي پنجاب، بهاولپور او هزارې صوبې جوړولو قانوني مسوده وړاندې کړې وه خو په قايمه کمېټۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړي لال چند مشال راډيو ته وويل چې حکومت د نوي صوبې جوړولو په اړه جدي دی او په دې لړ کې به عملي ګامونه هم پورته کوي.

((حکومت يوازې د سرايکي صوبې جوړولو ملاتړ کوي. موږ د نورو صوبو د جوړولو په اړه پاليسي نه لرو. حکومت د بهاولپور صوبې خبره نه ده کړې.))

پاکستان تحريک انصاف، پاکستان پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ ن په خپل انتخاباتي کمپاين کې د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو خبره کړې وه خو په اسلام اباد کې د سياسي چارو پوه شايق حسېن وايي چې د نوي صوبې جوړول ژوري مسلې لري او په موجوده حالاتو کې دا ممکنه نه ده. د ده په خبره د پاکستان اقتصادي او سيمه ييزو حالاتو ته په کتو سره په نږدې راتلونکې کې د نوي صوبې جوړيدو امکان نه ښکاري.

((که چيرې جنوبي پنجاب صوبه جوړه شي نو واکمن پاکستان تحريک انصاف ګوند به په هغه صوبه کې اکثريت د لاسه ورکړي.))

د پاکستان قامي اسمبلۍ په لومړي ځل د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو قرارداد په ۲۰۱۲م کې منظور کړی و او يو پارليماني کميشن جوړ شوی و.

XS
SM
MD
LG