د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کشمیر مسله به م.م ته وړم: عمران خان


د پاکستان قامي اسمبلۍ
د پاکستان قامي اسمبلۍ

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي دي د هند تر انتظام لاندې کشمير خصوصي حېثيت خاتمه د هند وزيراعظم نريندر مودي د انتخابي منشور برخه وه چې پرې يې عمل وکړ خو له پاکستاني پارلېمانه ورته دا پيغام تلل پکار دی چې د کشمير په معامله ټول ولس يو دی.

د اګست پر شپږمه د پارلېمان ګډې غونډې ته وزيراعظم عمران خان وويل دوی به د ملګرو ملتونو په سلامتي کونسل او جنرل اسمبلۍ کې دا معامله راپورته کوي او پر دې هم غور روان دی چې د ملګرو ملتونو له لارې د انصاف نړيوال عدالت ته په څه ډول دا معامله یووړل شي. د مختلفو ملکونو له مشرانو سره به خبرې کوي او په رسنيو کې به هم دا معامله راپورته کوي.

د نهې پر ورځ د پارليمان ګډې غونډې ته چې حکومتي قرارداد وړاندې کړل شو نو اپوزيشن په قرارداد کې د هند لخوا د کشمير خصوصي حیثيت ختمولو دفعه۳۷۰ ذکر نه کولو او وزيراعظم عمران خان په ايوان کې د غېر موجودګۍ پرضد احتجاج وکړ.

د وزيراعظم عمران خان د وينا وروستو په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر شهباز شريف وينا وه خصوصي حیثيت ختمولو وروستو د نريندر مودي حکومت په کشمير غاصبانه قبضه وکړه نو پاکستان له په دې حالاتو خاموشه نه دي پاتې کېدل پکار.

د نوموړي وينا وه له روايتی خبرو، غندنه کولو او له متفقه قراردادونو نه خبره نه جوړېږي پاکستان ته به د هند پر وړاندې يوه کوټلې فیصله کول وي.

ګډې غونډې ته د پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بوټو زرداري وويل د کشمير په اړه د هند فیصلې د منلو وړ نه دي او پاکستان ته د کشمير مسله په ښه شان په ملګرو ملتونو کې راپورته کول پکار ده.

د نوموړي وینا وه د اسلامي هېوادونو سازمان (او ای سي) خارجه وزيرانو په غونډه کې دې دا مسله راپورته کړل شي چې نړۍ ته دا پېغام ولاړ شي چې زموږ خپلمېنځي اختلافات يو طرف ته خو د کشمير په مسله د ټولې نړۍ مسلمانان يو دي. وزيراعظم دې هم د خپلو اختياراتو استعمال په کولو سره د کشمير مسله په نړيوالو فورمونو کې راپورته کړي او نړيوالې ټولنې له هم په کشمير کې د هندې جارحيت ودرولو لپاره خپل کردار لوبول پکار دی.

په پاکستان کې د پارليمان ګډه غونډه له هغې روستو راوبلل شوه چې د هند د کورنيو چارو وزير اميت شاه د اګست پر پنځمه د اپوزيشن احتجاج سربيره د کشمير د ځانګړي اييني حيثيت ختمېدو اعلان وکړ او وويل چې مسوده به د ولسمشر له لاسليک سره قانون شی.

XS
SM
MD
LG