د لاسرسي ځای

تازه خبر

مریم نواز د زنداني پلار د لیدو مهال ګرفتار


مریم نواز شریف په کوټه کې د حکومت ضد غونډې ته د وینا پر مهال. ۲۰۱۹، ۲۵جولای
مریم نواز شریف په کوټه کې د حکومت ضد غونډې ته د وینا پر مهال. ۲۰۱۹، ۲۵جولای

د پاکستان احتساب ملي ادارې (نیب) د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مشره او د پخواني وزیراعظم لور مریم نواز نیولې ده او ټاکل شوې چې د اګست پر نهمه یې عدالت ته وړاندې کړي.

د احتساب ادارې د اګست پر اتمه په یوه لنډ بیان کې ویلي چې عدالت نوموړې ته د چودري بورې (چیني) کارخانې په قضیه کې حاضرېدو امر کړی وو خو چې هغه ورنغلله نو د نیب مشر یې د نیولو امر وکړ.

په اسلام اباد کې د مسلم لیګ (ن) یو سیاستوال رانا عباس وايي، مریم نواز هغه مهال د لاهور له کوټ لکپت زندانه نیول شوې چې هغه د خپل پلار نواز شریف لیدو ته ورغلې وه.

د ګوند ویاندې مریم اورنګزېب ویلي، نیب ورته د مریم نواز د 'ګرفتارۍ وجه نه ده ښوولې.'

پلار مې د ایین بالادستۍ لپاره په زندان کې دی. مریم نواز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00

پر مریم نواز تور دی چې د چودري بورې کارخانې له کاروباره یې اربونه روپۍ ایستلې دي نو ځکه ورباندې احستاب ادارې د ناقانونه پیسو سپینولو له قانون سره سم مقدمه جوړه کړې.

نوموړې د کارخانې په کاروبار کې لویه ونډه لرله او د جولای پر ۳۱مه یې د نیب په عدالت کې له تورونو انکار کړی وو.

په عین وخت کې د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په قامي اسمبلۍ کې غونډې ته په وینا کې وویل، د مریم نواز ګرفتاري په څېر اقدامات به پخواني پوځي واکمن ضیاالحق کول.

نوموړي د همدې له کبله د پارلېمان له غونډې پرېکون اعلان کړ خو چې د مسلم لیګ (ن) غړو په قامي اسمبلۍ کې د سپیکر څوکۍ مخې ته احتجاج پیل کړ، نو هغه غونډه د اګست نهمې تر سهار ۱۱ بجو وځنډوله.

XS
SM
MD
LG