د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سږ کال د پولیو ناروغانو شمېر ۴۸ ته رسېدلی


د پولیو کمپاین پخوانی عکس
د پولیو کمپاین پخوانی عکس

پراګ - په پاکستان کې د پولیو مخنیوي ادارې چارواکي وايي، په بلوچستان کې د پولیو نوي ناروغ مخې ته راتلو سره سږکال په دې هېواد کې د پولیو ناروغانو شمیره ۴۸ ته ورسیده.

د بلوچستان د پولیو مخنیوی ادارې - انډ پولیو - یو چارواکي ډاکټر افتاب کاکړ د اګست پر دریمه مشال راډيو ته وویل، سږکال په بلوچستان کې د پولیو څلور ناروغان، په پنجاب کې پینځه، په سیند کې درې او۳۶ په خیبرپښتونخوا کې میندل شوي دي.

دی وايي: "په بلوچستان کې د پولیو دا نوی کیس د قلعه عبدالله په ګیردي پانیکي ون سیمه کې رپورټ شوی دی. له دې وړاندی د دې ضلعې په ګیردي پانیکي دویم کې د پولیو ناروغه رپورټ شوی وو. دا اوسنی ناروغه د پنځو میاشتو کوچنۍ دی چې کورنۍ یې ګیردي پانیکي دویم ته تللې وه او هلته څو ورځي پاتې شوې هم وو نو د دې ماشوم د سفر په اړه معلومات دا ښايي چې ده وایرس له دغه ځایه اخیستې وو."

په پاکستان کې پر حکومت دا تورونه لګول کېږي چې د پولیو ناروغي ختمول یې په لومړیتوبونو کې نه ده خو ډاکټر افتاب کاکړ وايي، د پولیو واکسینو خلاف داسې پروپېګنډې خورې شوې دي چې اوس هم په زیاتره سیمو کې خلک خپلو بچیو ته واکسین نه ورکوي.

نوموړي وویل: "په پاکستان کې دا اوس ۴۸ کیسونه چې کوم راغلي دي، په دې کې زیاتره هغه دي چې ورته هډو څاڅکي نه دي ورکړل شوي. مېندې او پلرونه یې له څاڅکو ورکولو انکاري دي."

د ډاکټر افتاب کاکړ په وینا، په پاکستان کې هم هغه واکسین کارول کېږي چې په نوره نړی کې یې د پولیو ناروغي ختمه کړي ده خو په پاکستان کې د پولیو واکسینو خلاف غلط پروپېګنډي پیل شوي دي چې له وجې یې دا ناروغي نه ختمېږي.

په شمالي وزیرستان کې د ماشومانو ډاکټر علي محمد مشال راډيو ته وویل چې د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره ضروري ده چې حکومت او مطبوعاتي ادارې مېندو پلرونو ته دې لړ کې پوهاوی ورکول زیات کړي او د پولیو په مهم کې ډاکټران او مذهبي عالمان د شراکتدارانو په حیث کار وکړي.

ده وویل: "په پاکستان کې اکثره لیرې پرتو سیمو کې یوازې ښځې په کور کې وي او نارینه بهر کارونو ته تللي وي نو چې د پولیو نارینه کارکونکي راشي، نو د پردې نظام له وجې دا کارکونکي کورونو ته تلللی نشي."

د انډ پولیو ادارې ترمخه تېرکال په پاکستان کې د پولیو ۱۲ او په ۲۰۱۷م کال کې اته کېسونه رپورټ شوې وو.

په دې کلونو کې حکومتي چارواکو ویلي ول چې د پولیو پر وایرس یې تر ډيره قابو موندلی دی خو د روغتیايي چارو پوهان وايي په پاکستان کې د پولیو ختمولو لپاره یوازې مهمونه کافي نه دي بلکې چاپیریال او د ماشومانو متوازنو خوړو ته هم پام کول په کار دی.

XS
SM
MD
LG