د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د کشمیر ځانګړي قانوني حیثیت ختمولو اعلان وکړ


د هند تر واک لاندې کشمیر کې سرتېري پر سړکونو ولاړ دي
د هند تر واک لاندې کشمیر کې سرتېري پر سړکونو ولاړ دي

نوی دلی او اسلام اباد - هندي حکومت تر خپل واک لاندې د کشمیر د ځانګړي قانوني حیثیت ختمولو له اعلان سره سم، سیمې ته زرګونه سرتېري استولي دي او په سیمه کې یې د ټېلېفون او انټرنېټ نظام تړلی دی.

پاکستان د دې اقدام غندنه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک سرغړونه بللې.

په عین وخت کې په هندي پارلېمان کې پر اقدام تود بحث شوی.

کشمیر د همالیا غرونو په لمن کې پرته سیمه ده چې د کنټرول کرښې له لارې د پاکستان او هند تر منځ وېشل شوې. یوه برخه یې پاکستان چلوي او بله یې هند.

دواړو هېوادونو د دې سیمې پر سر دوه ځلې جنګونه هم کړي.

د اګست پر پېنځمه اسلام اباد کې لسګونه خلکو د بهرنیو سفارتونو سیمې ته مخې ته احتجاج وکړ
د اګست پر پېنځمه اسلام اباد کې لسګونه خلکو د بهرنیو سفارتونو سیمې ته مخې ته احتجاج وکړ

د اګست پر پېنځمه سهار وختي هندیو چارواکو وویل، په کشمیر کې د خلکو پر ازاد تګ راتګ محدودیت لګوي او د سیمې په مرکزي ښار سرینګر کې یې ښوونځي وتړل.

په کشمیر کې دا اقدامات د تاوتریخوالي تر تازه پېښې وروسته شوې دي چې هند یې تور پر پاکستان پورې کړی خو اسلام اباد رد کړی.

په وروستیو کې هند په کشمیر کې لږ تر لږه ۱۰،۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړي.

رسنۍ وايي، حکومت نورو ۲۵،۰۰۰ سرتېرو ته سیمې ته د ورتګ امر کړی دی.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د اګست پر پېنځمه د اپوزیشن پر لوی احتجاج سربېره د کشمیر د ځانګړي اییني حیثیت ختمېدو اعلان وکړ او ویې ویل چې مسوده به د ولسمشر له لاسلیک سره قانون شي.

د نوموړي پر اقدام د قانوني چارو پوهانو انتقاد کړی او ځینو یې دا پر اساسي قانون حمله بللې.

د شاه تر بیان مخکې وزیراعظم نرېندرا مودي د کابینې او د امنیت په اړه د کابینې کمېټۍ غونډه جوړه کړه.

تر اعلان سمدستي وروسته د هند د قانون او انصاف وزارت د کشمیر حیثیت بدلېدو په اړه د ولسمشر یو نالاسلیک شوی فرمان خپور کړ.

د حیثیت بدلېدل څه معنا؟

د هند په اساسي قانون کې ۳۷۰مه ماده کشمیر ته ځانګړی حیثیت ورکوي.

له دې مادې سره سم، کشمیر حق لري چې خپل ایین یا اساسي قانون او بیرغ ولري او د دفاع، رابطو او بهرنیو چارو پرته ټولې فیصلې وکړي.

په کشمیر کې سرتېري د اګست پر پېنځمه موټرسایکل سپاره کسان پوښتنو ته درولي
په کشمیر کې سرتېري د اګست پر پېنځمه موټرسایکل سپاره کسان پوښتنو ته درولي

دا ماده د هند پر نورو وګړو په کشمیر کې د دایمې استوګنې، د ځمکې اخیستو، د ځايي حکومت په بېلا بېلو څانګو کې پر کار کولو او هلته د تعلیمي بورسونو یا سکالرشېپونو پر اخیستو بندیز لګوي.

د اساسي قانون دا ماده ځکه حساسه ده چې دا د ۱۲ میلیونو ابادۍ لرونکي کشمیر ته د پام وړ خود مختاري ورکوي.

هندي حکومت په خپل تازه اقدام کې د ۳۷۰مې اییني دفعې د یوې برخې پرته، د نورو ټولو برخو ختمولو اعلان کړی. د مادې هغه برخه چې حکومت یې نه ختموي، کشمیر د هند "نه بېلېدونکې برخه" بولي.

انتقادونه او غبرګون

په کشمیر کې اکثریت د مسلمانانو دی او منتقدین وايي چې د بارتیا جنتا پارټۍ په مشرۍ هندو ملتپاله حکومت د ۳۷۰مې اییني مادې له ختمولو سره غواړي چې په سیمه کې هندوان اباد کړي او د مسلمانانو نفوس کمرنګی کړي.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې له لسیزو راهیسې یاغیتوب روان دی او د حکومتي فرمان په یوه برخه کې راغلي چې د ۳۷۰مې مادې ختمېدل ((به فوراً نافذالعمل)) وي او ورسره به د سیمې خپل اساسي قانون ختم شي چې ځای به یې هندی ایین ونیسي.

د کشمیر پخوانۍ اعلا وزیرې محبوبې مفتي دا اقدام هند په اشغالګر ځواک بدلوي.

نوموړې پر ټوېټر ولیکل چې د حکومت دا اقدام "ناقانونه" او "غیر اییني" دی.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي هندی اقدام د کشمیر شخړې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۴۷م پرېکړه لیک سرغړونه کړې.

نوموړي، چې مکې ته د حج لپاره تللی، ویلي چې پاکستان به د ایین د ۳۷۰مې دفعې د ختمولو مخنیوي لپاره ډېپلوماټیکې هڅې ګړندۍ او پراخې کړي.

په کشمیر کې دا پرمختګ پر داسې مهال شوی چې د اګست پر څلورمه هند پر پاکستان تور پورې کړ چې د کنټرول تر کرښې هغې خوا ته یې د سرحدي اقدام ډلې کسان وراوښتي چې د هندیو سرتېرو په ډزو کې یې پېنځه وژل شوي ول.

پاکستان دا دعوه رد کړې وه او تور یې پورې کړ چې د دوی تر واک لاندې کشمیر کې هند د خوشه يي وسلو حمله کړې او ولسي وګړي یې وژلي. نوي دلي دا خبره رد کړې وه.

کشمیر تاوتریخوالی: هند او پاکستان یو بل تورنوي

د پاکستان د قامي سلامتۍ کمېټۍ د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر بدلېدونکو حالاتو او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د هند د "خوشه يي یا کلسټر وسلو د استعمال" له تور پورې کولو سره اندېښنه ښودلې ده.

د اګست پر څلورمه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د کمېټۍ په غونډه کې ویل شوي چې اسلام اباد د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو او د کشمیریانو له غوښتنو سره سم، د لانجې هواری غواړي.

تر غونډې وروسته په خپور بیان کې راغلي چې هند په کشمیر کې د ولس پر ضد "جارحانه" اقدامات کړي او د پاکستان د پارولو لپاره یې پر ولسي وګړو خوشه يي وسلې کارولې دي چې موخه یې له اصلي حالاتو څخه د نړیوالې ټولنې توجه اړول دي.

نوي دلي د پاکستان تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې له پاکستانه وسله وال د کنټرول تر کرښې هغې خوا ته ورغلي ول چې دوی وژلي.

خوشه يي وسلې له توغندي څخه ویشتل کېږي چې پر پراخ کچ خپرېږي او زیان اړوي.

د پاکستان بیان وايي، پر داسې مهال چې اسلام اباد او نړیواله ټولنه د افغانستان د جګړې هواري ته توجه ورکړې، کمېټي د هند "جارحانه کړنلاره په سختو ټکو کې غندي."

وزیراعظم د ملي امنیت د کمېټۍ غونډه تر هغې وروسته وروبلله چې د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکو تور پورې کړ چې هند د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر په نیلم دره کې خوشه يي بمونه کارولي چې پکې، له بیان سره سم، یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

هندیو چارواکو د پاکستان دا دعوې ناسمې بللې دي او ویلي یې دي چې په کیرن سیمه کې له پاکستانه د "سرحدي اقدام ډلې" کسانو د هند تر واک لاندې کشمیر ته د ورننوتو هڅه وکړه چې له کبله یې د دواړو خواو ترمنځ ډزې وشوې چې پکې پېنځه کسان ووژل شول.

د هند د دفاع وزارت ویاند راجېش کالیا د اګست پر څلورمه وویل چې وژلي کسان د پاکستان پوځ د سرحدي اقدام د ډلې غړي ول خو اسلام اباد دا تور "پروپیګنډه" وبلله.

ده ویلي ول چې دا پېښه د جولای پر ۳۱مه یا د اګست پر لومړۍ شوې. پر همدې مهال پاکستان تر خپل انتظام لاندې کشمیر کې پر هند د خوشه يي بمونو د برید تور پورې کړ او ویې ویل چې پکې څلور ولسي وګړي وژل شوي خو نوي دلي رد کړ.

البته کالیا د اګست پر څلورمه وویل چې پاکستاني پوځ ته یې وړاندیز کړی چې د کنټرول تر کرښې هغې خوا ته دې ورشي او خپل مړي دې یوسي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال اصف غفور د هند دا څرګندونې رد کړې دي او ویلي یې دي چې پاکستاني سرتېري د کنټرول تر کرښې هغې خوا ته نه دي اوښتي.

دا پرمختګونه تر هغې څو میاشتې وروسته شوي چې په فبرورۍ کې د هند تر واک لاندې کشمیر په پلواما کې پر پوځي پولیسو په برید کې لسګونه سرتېري ووژل شول چې ذمه واري یې پاکستان مېشتې جیش محمد ډلې ومنله.

نوي دلي پر اسلام اباد په برید کې د ککړتیا تور پورې کړ او وروسته د دواړو خواو جنګي الوتکو د یو بل پر ضد بمبارۍ هم وکړې.

له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکي ترینګلي دي.

XS
SM
MD
LG