د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له هند سره ځنډېدلی تجارت د پاکستان په تاوان دی'


د پاکستان او هند ترمينځ اټاري پوله
د پاکستان او هند ترمينځ اټاري پوله

پاکستان وايي له هند سره پوځي شخړې نه دانګي، سره له دې چې د کشمیر لانجمنې سیمې د ځانګړي حیثیت ختمولو پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په زیاتېدو ده.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په اسلام اباد کې د اګست پر اتمه خبري غونډې ته ویلي چې دوی د پوځي ځواب پرځای سیاسي، ډپلوماټيکي او قانونوني لارو ته مخه کوي. نن د قرېشي تر څرګندونو مخکې پاکستان له هند سره د اورګاډي اسانتیا سمجوته اېکسپرېس هم وتاړه او د دغه هېواد په سنېماګانو کې یې د هندي فلمونو پر ښودلو هم د بندیز لګولو ږغ کړی دی. د اګست پر اوومه نېټه د پاکستان قامي سلامتیا په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې ده چې له هند سره به سفارتي او تجارتي اړیکې کموي.

په هند کې په عمومي توګه د پاکستان لخوا د پورته شويو فيصلو په اړه خاص غبرګون نشته
سمیتا شرما

که څه هم د پاکستان او هند ترمنځ بیا بیا مخامخ جګړې شوې خو د دواړو هېوادونو تجارتي راشه درشه په یوه نه بله بڼه روانه وه. دا چې د دوی ترمنځ ډپلوماټيکې او تجارتي تعلقات په ټپه دري دا به پر دوی دواړو څه اغېز ولري او په هند کې د پاکستان له لوري ورستیو ګامونو ته څنګه غبرګون ښکاري؟

په نوي ډلې کې د بارت ورش ټېلېويژن خبرياله او د سيمه يزوچارو پوهه سميتا شرما د اګست پر اتمه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، په هند کې په عمومي توګه د پاکستان لخوا د پورته شويو فيصلو په اړه خاص غبرګون نشته، بلکې د کشمیر کیسه خپله یوه کورنۍ معامله بولي. د دې په خبره د هند حکومت دريځ دا دی چې پاکستان له کسته داسې حالات جوړول غواړي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي هم له مشال راډيو سره خبرو کې وویل، که له هند سره سوداګري ځنډېږي نو دا به په پاکستان کې ګراني نوره هم زياته کړي.

سميتا شرما زياته کړه چې په هر رنګه حالاتو کې د خبرو اترو چېنل بندول نه وي پکار. همدا خبره مشال راډيو ته په اسلام اباد کې پخواني سفارتکار اياز وزير هم وکړه، دا به ښه خبره نه وي چې پاکستان سفارتي اړيکې ختمې کړي وي او سفارتخانې یې بندي کړي وي خو زیاتوي چې له هند سره د سفارتي اړيکو محدودولو مقصد سفارتي ځواب ورکول دی. د ده په وینا دا پر هند فشار اچول دي چې دا يې بد کړي دي. دا سفارتي لاره ده او هېڅ بده خبره نه ده.

پاکستان له هند سره د سفارتي اړيکو محدودولو ترڅنګ سوداګري هم ځنډولې ده. پاکستان دا وخت له خپلو نورو ګاونډیان لکه افغانستان او ایران سره د ځینو نورو دلایلو له مخې کمزورې سوداګري لري او اوس چې یې له هند سره تجارت ځنډېږي نو ښايي د دغه هېواد پر ولس یو بل معاشي بوج پرېوزي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي هم له مشال راډيو سره خبرو کې وویل، که له هند سره سوداګري ځنډېږي نو دا به په پاکستان کې ګراني نوره هم زياته کړي. دی وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ دا وخت د کلني تجارت حجم تر دوو اربو ډالرو زيات دی چې په دې کې له يو نيم اربو ډالرو زيات سامان له هنده راځي.

د ده په خبره: 'د تجارتي اړيکو ځنډولو تر ټولو زيات نقصان به د کجورو سوداګرو ته رسي. په سیند او پنجاب کې له خورما چووارې تیارېږي او په هند کې په هر يو مذهبي تهوار کې چووارې کارول کېږي. د چووارو تاجرانو په هند کې پيسې بندې دي نو حکومت دا اعلان نه دی کړی چې د هغو پيسو راخلاصولو لپاره څه انتظام کوي.'

په هند کې د اقتصادي اړيکو د یوه څېړنيز مرکز د شمېرو له مخې له هنده و پاکستان ته شاوخوا ۵۶ څيزونه برامدېږي چې پکې د ورځني ژوند او خوراکي توکي شامل دي. بيا له پاکستانه هند ته شاوخوا ۱۷ شيان لېږدول کېږي.

XS
SM
MD
LG