د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن ــ بولدک لار دې شپه ورځ خلاصه وي: سوداګر


د چمن پر پوله د ولاړو ټېنکرو پخوانی عکس
د چمن پر پوله د ولاړو ټېنکرو پخوانی عکس

پراګ: د کندهار او چمن سوداګر غوښتنه کوي چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې د چمن - بولدک سوداګریزه لار شپه او ورځ پرانیستې وساتي.

دوی وايي، اوس مهال پوله یوازې د ورځې خلاصه وي چې له کبله یې په مالونو بار ټرکونه خپل وار ته په ورځو ورځو انتظار کوي.

د کندهار سوداګرۍ خونې (چېمبر اف کامرس) مشر نصرالله زهیر وايي، په ځانګړې توګه خوراکي توکي چې وځنډېږي نو ډېر تاوان رسوي.

ده وویل، “زموږ په زرګونه کانټېنران په قطارونو کې ولاړ وي. زموږ په زرګونه موټرونه دوې درې ورځې انتظار باسي چې افغانستان ته واوړي. که دا لار شپه او ورځ خلاصه شي نو ډېره لویه اسانتیا به شي ځکه چې یو خوا ګرمي ده او بل په ټرکونو کې خوراکي توکي وي او هغه چې پر وخت تر ټاکل شوي ځایه و نه رسېږي نو هم خرابېږي او هم قېمت له لاسه ورکوي.”

د چمن - بولدک بندر دې هم ۲۴ ګنټې واز وساتل شي: نصرالله زېری
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


په چمن کې د سوداګرو ټولنې پخوانی مشر انجینیېر دارو خان وايي، د چمن او تورخم دواړه لارې باید ټوله اونۍ شپه او ورځ خلاصې وساتل شي.

نوموړي وویل، “په کار ده چې دوه اړخیز تجارت ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړل شي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت په ډېره ارزانه او اسانه توګه کېدای شي. د دې لپاره ضروري ده چې د تورخم او چمن لارې ټوله اونۍ شپه او ورځ خلاصې وي.”

انجینر دارو خان وویل ، که د چمن پوله هم شپه او ورځ خلاصه شي نو دا به نه یوازې تجارتي اسانتیاوې رامنځ ته کړي بلکې له دې سره به نوي خلک تجارت ته وهڅوي.

ده زیاته کړه چې “له دې سره نه یوازې دوه اړخیز تجارت زیاتېږي بلکې په پاکستانیو تجارانو کې داسې تاثر خپروي چې ګواکې له افغانستان سره تجارت اسان شو او هم داسې تاثر افغان تجارانو ته ورکوي چې له پاکستان سره تجارت اسان شوی دی.”

نصرالله زهیر وویل، که د چمن لاره شپه او ورځ خلاصه شي نو دا به هم د افغانستان تجارت ته وده ورکړي او هم به د افغانستان په ګټه وي.

د ده په وینا، “ اوس داسې نه ده چې ګواکې یوازې د افغان تجارانو لپاره ستونزې دي بلکې د پاکستان هغه مال وړونکې لارې هم په قطارونو کې انتظار کوي چې افغانستان ته مالومه وړي.”

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت د روان کال د جولايي پر ۳۱مه اعلان کړی وو چې په اګست میاشت کې به د تورخم پوله د تجارت لپاره څلرویشت ساعته خلاصه کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت یوشمېر لارې دي خو تورخم او چمن پکې تر نورو خاص او مصروفه بندرونه دي.

XS
SM
MD
LG