د لاسرسي ځای

تازه خبر

داوړ او وزير ولې پارلمان ته نه راوستل کېږي؟


محسن داوړ او علي وزير
محسن داوړ او علي وزير

د پاکستان قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر د اګست په پنځمه پارلمان ته د راوستلو لپاره د پخواني ولسمشر اصف علي زداري، پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او رېلوی پخواني وزير خواجه سعد رفيق پروډکشن ارډر جاري کړی دی.

زرداري د اپوزيشن پيپلز پارټۍ شريک مشر او عباسي او رفیق د مسلم لېګ (ن) له مشرانو دي چې د درغليوو په مقدمو کې په جېلونو کې دي.

سپېکر يو ځل بيا د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان د استازو محسن داوړ او علي وزير د راوستلو له حکم ورکولو انکار کړی دی. داوړ او وزير د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو دي چې پر يو پوځي چيک پوسټ د حملې لپاره د خلکو هڅونې په تور په زندان کې دي. هغوی دا تور ردوي او پرې روانه مقدمه يې څو ځل د ججانو د نه موجوديت له وجې ځنډېدلې ده.

د پارلمان سپکېر، اسد قېصر
د پارلمان سپکېر، اسد قېصر

د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوونکو د دغو دوو مشرانو وکيل، طارق افغان د اګست په پنځه مشال راډيو ته وويل چې حکومت د محسن داوړ او علي وزير له رښتيا ويلو ويريږي. ((محسن او علي د عدم تشدد پر لاره روانه خلک دي. دا حکومت نه غواړي چې د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان د خلکو استازیتوب وشي. زرداري، عباسي او سعد رفیق پارليمان ته راوستل کېږي خو د پارلمان پښتانه غړي نه! دا د بشري حقونو سرغړاوی او تعصب دی.))

د پاکستان د آيين ترمخه که د پارليمان غړی په کوم تور بندي شي، د قامي اسمبلۍ سپېکر کولی شي د پروډکشن آرډر په نامه حکم کولو سره هغه تن پارليمان ته حاضر کړي. خو د تحريک انصاف حکمران ګوند سپېکر اسد قېصر د محسن داوړ او علي وزير لپاره داسې نه دې کړي او وايي د قانون وزارت ورته د دې کار نه کولو مشوره ورکړې.

د حکمران تحريک انصاف او په پارليمان کې د قانون او انصاف کمېټې غړي شير علي ارباب د اګست په پنځمه مشال راډيو ته وويل د سپېکر اسد قېصر دريځ سم دی او چا سره تعصب نه کېږي. ((زموږ کمېټې ته چا په دې اړه شکايت نه دی کړی. که شکايت وشو موږ به پرې بحث وکړو. د قانون وزارت سره هم دا خبره کولی شو خو چا شکايت نه دی کړی.))

تر دې مخکې هم د اپوزېشن ګوندونو بندي غړي پارليمان ته راوستل شوي وو. د پاکستان وزيراعظم عمران خان يې په اړه سخت غبرګون ښکاره کړی وو او سپېکر ته یې د تقرير پر مهال ويلي وو چې بندي کسان بايد د تقريرونو حق ونه لري. اپوزېشن ګوندونه دا کار د تحريک انصاف حکومت له خوا د مخالفینو خاموشه کول او د خپلو مشرانو خلاف د درغليوو کېسونه سازش بولي.

د مسلم لېګ (ن) يوې وياندې، عظمی بخاري د اګست په پنځمه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: ((د پارليمان پر واکمن حېثیت پوښتنې راپورته شوې دي چې داسې څه سبب دی چې د يو رقم خلکو په اړه دوه قسمه فېصلې کېږي. تر دې مخکې وزيراعظم ويلي وو چې سپېکر بايد داسې حکم ځکه ورنه کړي چې د اپوزېشن مشرانو څېرې ليدل نه غواړي. نو دا پاليسي خو عمران خان صېب پخپله واضحه کړې ده. له دې اندازه لګېږي چې هغه يو فاشیست حکمران دی.))

حکمران تحريک انصاف چارواکي بيا په مسلسل ډول د اپوزېشن ګوندونو دا تورونه ردوي. دوي دريځ لري چې نيول شوي کسان بايد ځانونه په هغو عدالتونو کې له تورونو سپين کړي چې د ازادې عدلیې لاندې مقدمې پر مخ وړي.

XS
SM
MD
LG