د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول: د سېنېټ مشر خلاف د بې باورۍ تحریک د ناکامۍ پلټنه کوو


 د اګست پر لومړۍ نېټه د سېنېټ د مشر صادق سنجراني او د سېنېټ د مرستیال سلیم مانډوي والا خلاف د عدم اعتماد تحریکونه ناکامه شول
د اګست پر لومړۍ نېټه د سېنېټ د مشر صادق سنجراني او د سېنېټ د مرستیال سلیم مانډوي والا خلاف د عدم اعتماد تحریکونه ناکامه شول

اسلام اباد ـ د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، د سېنېټ د مشر خلاف د عدم اعتماد د ووټونو پر مهال د درغلیو د معلومولو او د خپلو سېنېټرانو څخه د پلټنو لپاره یې یوه کمېټي جوړه کړې ده.

نوموړي دا څرګندونې د اګست پر درېمه په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې او ویې ویل چې دوی حقایقو ته د رسېدو په موخه دا ګام پورته کړی دی.

بلاول بوټو زرداري وايي، د سېنېټ د مشر خلاف د عدم اعتماد د رایه اچونې پر مهال ۱۴ سېنېټرانو خپله وفاداري بدله کړې چې ټوله وجه یې په پټه رایه اچونه وه.

هغه وویل، د سېنېټ د مشر د ټاکلو او د هغه خلاف د عدم اعتماد د ووټونو لپاره په پټه رایه شمېرنه که د ستونزې اصلي جرړه وي نو په دې پروسه کې د اصلاحاتو لپاره به دوی غږ پورته کوي او پکار ده چې حکومت ورسره په دې لاره کې مرسته وکړي.

په پاکستان کې د اګست پر لومړۍ نېټه د سېنېټ د مشر صادق سنجراني او د سېنېټ د مرستیال سلیم مانډوي والا خلاف د عدم اعتماد رایې وکارول شوې خو دواړه تحریکونه ناکامه شول او هغوی پر خپلو څوکیو پاتې شول.

بل پلو حکومت وايي، د اپوزیشن د هر سم کار دوی هر کلی کوي او تر خپله وسه به ورسره په دې کار ولاړ وي.

په سېنېټ کې د حکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف ناظم سجاد توري وايي حکومت په هر سم کار کې د اپوزیشن سره مرستې ته تیار دی. هغه وویل د پاکستان وزیراعظم عمران خان له ډېره وخته د درغلیو ضد هلې ځلې کوي. د ده په وینا له همدې وجې عمران خان د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ځیني غړي له خپل ګوند څخه لرې کړې دي.

نوموړی زیاتوي، اپوزیشن اوس ځکه د پټې رایه اچونې خلاف خبره کوي چې د دې له وجې یې تاوان لیدلی دی. د هغه په وینا پکار ده چې د پټې رایې اچونې خلاف لا پخوا کار شوی وای.

خبریال او شنونکی هارون الرشید هم په دې نظر دی چې وزیراعظم عمران خان اپوزیشن ته لا پخوا ویلي وو چې د پټې رایې اچونې خلاف باید قانون سازي وشي خو هغوی غلي ول او اوس چې دوی د دې پروسې له وجې تاوان ولیده نو یې پر ضد خبره کوي.

د نوموړي په وینا که د پټې رایې اچونې خلاف قانون سازي هم وشي نو بیا به هم په پاکستان کې [ځینې ادارې] د خپلې خوښې خلک اقتدار ته رسوي.

XS
SM
MD
LG