د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب الله مسود د وژنې کېس په ختمېدو دئ؟


د نقیب مسود د وژنې تور پر راو انوار لګېږي
د نقیب مسود د وژنې تور پر راو انوار لګېږي

پراګ ـ د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د نقیب الله مسود د وژنې کېس اورېدنه د اګست تر ۱۹مې ځنډولې.

د اګست شپږمې اورېدنې ته د مسود پلار محمد خان چې مدعي او د کېس مرکزي کردار دی، عدالت ته حاضر نه شو.

د نقیب مسود د کېس وکیل صلاح الدین پنهور د اګست پر اوومه مشال ریډیو ته وویل له دې وړاندې د راو انور د وکیل په خواست د کېس اورېدنه ځنډول شوې وه خو دا ځل دوی پخپله د ځنډولو خواست د اختر د راتګ له وجې وکړ.

"پرون د نقیب مسود پلار پیش نه شو، مخکې هغه هر ځل پېشېدو، یو خو هغه ته امنیتي ستونزه ده، بل اختر نزدې دی نو موږ عدالت ته خواست وکړ چې هغه به تر اختر وروسته راوغواړو."

د میډیا او اولس هم ورته هغسې پام نشته لکه مخکې چې و. بل د کېس مرکزي کردار راو انور بهر دی، هغه ډېر مشهور او ډېر طاقتور سړی دی نو د دې سره یو نفسیاتي اثر پر ګواهانو او ان پر جج هم پریوزي
قادرخان اېډوکېټ

د جنوبي وزیرستان ځوان نقيب مسيد د ۲۰۱۸ ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه له درېو نورو کسانو سره په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس نښته کې وژل شوی و.

د نقیب الله مسود پلار محمد خان د راو انور په ضد مقدمه لیکلې وه.

نوموړی پولیسو د ۲۰۱۸ م په مارچ کې نیولی خو د جولای په ۲۲مه د ترهګرۍ ضد عدالت هغه په ضمانت خوشی کړ.

ملک محمد خان: د نقیب زوی وینه به کله خرڅه نه کړم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00

په کراچۍ کې د قانوني چارو پوهه قادر خان اېډوکېټ وایي، د نقیب الله مسود کېس د بیا بیا ځنډیدو له وجې د ختمېدو لور ته روان دی.

هغه وایي د نقیب پلار په عدالت کې نه پېشېدل دا څرګندوي چې د مسود د کورنۍ پخپله هم په کېس کې دلچسپي کمه شوې ده.

"ورو ورو دا کېس د کمزورۍ لور ته روان دی. د میډیا او ولس هم ورته هغسې پام نشته لکه مخکې چې و. بل د کېس مرکزي کردار راو انور بهر دی، هغه ډېر مشهور او ډېر طاقتور سړی دی نو له دې سره یو نفسیاتي اثر پر ګواهانو او ان پر جج هم پرېوزي"

پوځي چارواکيو د نقیب مسود کورینۍ ته کور ورکړی او اوس یې د پینډۍ په پوځي روغتون کې د ناروغه پلار مفته درملنه کوي.
عطامحمد د نقیب مسود د تره زوي

خو د نقیب الله مسود د تره زوی عطا محمد وایي، د نقیب پلار محمد خان دا مهال مریض دی نو ځکه یې نشو کولی چې عدالت ته وړاندې شي.

"د نقیب پلار په هسپتال کې دی، هغه دومره بیمار دی چې کېنستلی نشي نو عدالت ته به څه ولاړ شي"

نوموړی وایي، د کېس په لړ کې له عدالتونو راضي دي.

پوځي چارواکي هم ورسره مرسته کوي او د نقیب مسود کورنۍ ته یې کور ورکړی او اوس یې د پینډۍ په پوځي روغتون کې د ناروغه پلار مفته درملنه کوي.

هغه وویل د انصاف تر لاسه کېدو به کېس ته دوام ورکوي.

د نقیب الله مسود او د هغه د ملګرو په وژنه ۲۵ کسان تورن دي.

په دوی کې د راو انور په ګډون پنځه کسان په ضمانت خوشی شوي دي.

اووه کسان عدالت اشتهاري ګرځولي او ۱۳ نور لا هم په زندان کې دي چې پکې درې نورو کسانو د ضمانت درخواستونه جمع کړي دي.

د نقیب الله مسود وژنې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه زیږولي و.

همدا راز د پاکستان په رسنیو کې هم په دې موضوع تر ډېره بحثونه کیدل. سپریم کورټ هم د دغې پېښې نوټس اخیستی او راو انور یې د پولیس افسرۍ له دندې ګوښه کړی و.

د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ له لومړۍ تر ۱۰مې، د قبایلي سیمو ځوانانو د مسود د وژنې، ماورای عدالت وژنو، ورکو کسانو او په قبایلي سیمو کې د ناامنیو پرضد په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو.

د همدې ناستې پر مهال پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) جوړ شو.

غورځنګ د نقیب مسود په وژنه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه او احتجاجي غونډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG