د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د یوه وخت ډوډۍ نشو موندلی''


عکس له ارشیفه.
عکس له ارشیفه.

په پاکستان کې خلک وایي، د لوی اختر راتلو سره سم د سبزیانو او میوو ترڅنګ د نورو خوراکي توکیو بیې لوړې شوي چې له کبله يې خلک نه شي کولای اختر لپاره سبزي یا میوه واخلي.

بلخوا د سبزیانو او میوو پلورونکو بیا وايي، حکومت د تیلو نرخونه بره کړي چې ورسره هر څه ګران شوی او دوی ته ګران پرېوځي نو ځکه يې ګران پلوروي.

خو بیا حکومت وايي، په بازارونو کې سوداګر له ځانه نرخونه زیاته کړي چې دوی يې پرضد اقدامات کوي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د اګست پر ۱۲مه لوی اختر اعلان شوی خلک وايي ګراني ورځ په ورځ بره خېږي چې ورسره د غریب ولس ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی او د یو وخت ډوډۍ اخیستل ورته ګران شوي دي.

د پنډۍ او اسلام اباد په سبزي منډۍ کې یو تن شیر بهادر چې سبزي يې اخیسته مشال راډیو ته وویل یو څو ورځې وړاندې دا نرخونه نه وو کوم چې د اختر له اعلان سره سیوا شوې نو چې دا ګراني وي نو دا به څنګه شي نو موږ له حکومته غواړو چې دا ګراني راکمه کړي.

هم دا شان یو بل جهانګیر خان نومې ته د دې ګرانۍ په اړه مشال راډیو ته وویل:

''موږ راغلي یو اختر له سبزي اخلو خو ډېره ګراني ده او نه پوهېږو چې دا ولې بس زموږ خو مجبوري ده له چې سبزي نه اخلو نو څه به کوو بس د دوی خپله خوښه ده.''

مشال راډیو چې د دې ګرانۍ په اړه د یو سبزي پلورونکی عالم خان وپوښتل چې تاسو ولې دا سبزیانې ګرانې پلوری نو وینا يې وه چې، ''هر څه ګران شوی او دوی ته دا سبزي ګرانه میلاوېږي نو ځکه يې ګرانه پلوروي.''

په اسلام اباد کې د شماریاتو ادارې جاري شوي خپل یو رپورټ کې ویلي چې پروسږ کال د جولای میاشت څخه تر روان کال جولای میاشت پورې په مجموعي توګه ګرانۍ کې ۱۰،۳۴ فیصده ته رسېدلې.

XS
SM
MD
LG