د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: چین د کشمیر په مسله د ملاتړ هوډ کړی


شاه محمود قریشي
شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، چين ورته ويلي چې هغوی به د پاکستان لخوا د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د کشمير مسئلې د وړلو پريکړې ملاتړ کوي.

د اګست پر نهمه په بيجېنګ کې له خپل چينايي سيال وانګ يي سره تر ملاقات وروسته په يوه ويډيو پيغام کې شاه محمود قريشي د دغه ملاقات په اړه وويل:

"د چين بهرنيو چارو وزير راته وويل چې هېواد به يې د پاکستان لخوا د اخیستل شویو پريکړو بشپړ ملاتړ کوي. او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د پاکستان د تلو پريکړې ملاتړ کوي او له پاکستان سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي."

بلخوا رويټرز خبري اژانس وايي، د چين بهرنيو چارو وزير په يو بيان کې ويلي دي چې هېواد يې په کشمير کې د وروستيو راپورته شوو کړکېچونو په اړه سخت انديښمن دی او په خبره يې چې دوی به د پاکستان د جايزه حقونو او ګټو په خونديتوب کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې مارګن ارتېګس ويلي دي چې امريکا د کشمير په اړه خپله پالسي نه ده بدله کړې.

د اګست پر نهمه په واشنټګن کې د يو خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا امريکا د کشمير خپله پاليسي بدله کړې؟ ارتېګس وويل:

"نه، نه او که وای هم نو يقينا چې ما به دلته نه اعلانولی خو نشته هېڅ بدلون نشته. ځکه چې موږ غواړو دا کار يو مهم کس لکه ولسمشر ته پرېږدو."

هند تر واک لاندې کشمیر کې په ګرځبندیز کې نرمي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

بلخوا هند پاکستان پر دې تورن کړی چې نړۍ تېر باسي.

نوي ډلي په پاکستان غږ کړی چې د دوی په کورنيو چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

د اکست پر نهمه د هند بهرنيو چارو وزارت وياند رويش کمار په نوي ډلي کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل، بايد پاکستان د کشمير د ځانګړي حېثيت ختمولو په اړه د هند د پريکړې حقيقت ومني:

"سمه خبره دا ده چې دا وخت دی، پاکستان حقيقت ومني او د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې له مداخلې ډډه وکړي."

رويش کمار زياته کړه پاکستان چې په دې وروستيو کې کوم ګامونه پورته کړي دي نو پر دې يې له دوی سره هېڅ قسمه خبره نه ده کړې:

"که سمجوته ايکسپريس بندول دي کاروباري اړيکې ځنډول دي يا موږ ته وايي چې های کمشنران وباسۍ او داسې کومې نورې خبري دي نو زما خيال پر دې اړه موږ سره څه قسمه خبره نه ده شوې. موږ پر پاکستان ټينګار کړی چې پر خپلو پريکړو بيا غور وکړي. دوی چې دا کوم ګامونه اعلان کړي، پر دې موږ ته افسوس دی."

د يادونې ده چې پاکستان له هند سره د سفارتي تعلقاتو کچې ټیټولو، دوه اړخیزه سوداګرۍ ځنډولو او سمجوته ايکسپريس اور ګاډي سروس بندولو پريکړې وروسته له هغو کړي چې هند پارلېمان د اګست پر پنځمه د خپل واک لاندې د کشمير جزوي خودمختاره حيثيت ختمولو منظوري ورکړه او د کشمیر په اړه د اساسي قانون۳۷۰مه ماده يې لغوه کړه.

هغې دفعې کشمیر ته د دفاعي بهرنیو او مالي چارو او مواصلاتو پرته په نورو ټولو چارو کې د خپلواکۍ حق ورکړی وو او کشمیر خپل ایین او حکومت لاره.

له نوي بدلون سره سم د هند اساسي قانون په کشمیر کې عملي شوی دی.

XS
SM
MD
LG