پاکستان پر هند تور پورې کړی چې په جنوبي اسيا کې د ترهګرۍ د مور کردار لوبوي.دا خبره په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمې استازې مليحې لودي له هغې وروسته کړې چې د هند خارجه وزيرې، سوشما سوراج د شنبې پر ماښام د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره تورن کړ.