د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا دې زغرده د خېبر پښتونخوا برخه شي. عمران خان


د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان له حکومته غوښتنه کړی چې فاټا دې ژر تر ژره په خېبر پښتونخوا کې ورګډه کړي.

بل پلو د فاټا ځېنو پارلماني غړيو هم غوښتنه کړې چې قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړي خو بیا ځینې وايي چې د جلا صوبې حیثیت دې ورته ورکړل شي.

اسلام آباد کې د اتوار یا شنبې په ورځ خبرې غونډې پر وخت د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نورو غوښتنو ترڅنګ له حکومته غوښتنه وکړه چې قبایلي سیمې دې سمدستي په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړي، ځکه چې قبایل هم له خېبر پښتونخوا سره یوځایکېدل غواړي. نوموړي ویلي فاټا اوس یوه پردۍ سیمه [علاقه غېر] ګرځېدلې ده،خپل زوړ نظام يې ړنګول شوی او نوی ورته نه ورکول کېږي. دی وايي په فاټا باندې یووالې پيدا شوی نو ولې يې حکومت په خېبر پښتونخوا کې نه ورګډوي.

بل پلو د روانې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په هدایاتو باندې د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد د فاټا اصلاحاتو بل په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړو چې پکې ویل شوي وو چې د سپریم کورټ او اسلام آباد های کورټ اختیار دی تر فاټا وغځول شي په کومه چې ځېنې پارلماني غړیو اعتراض وکړ او د کورم کمی يې هم په ګوته کړ.

تر دې وروستو هم د اسمبلۍ کورم د کمۍ له وجې په دغه بل بحث ونشو په کومه چې د تېر زیارت په ورځ په یویشتمه نېټه د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار آیاز صادق غونډه تر ناټاکلې مودې وځنډوله.

د عمران خان په دې غوښتنه باندې چې مشال راډیو د فاټا د پارلیمان له غړیو وپوښتل نو د اورکزیو ایجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي غازي ګلاب جمال وویل که حکومت یا پاکستان تحریک انصاف د فاټا ولس ژوند په ریښتیا بدلول غواړي نو لومړی دې ورته معاشي پېکېج ورکړي.

غازي ګلاب جمال وویل دوی خو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډېدو پرضد نه دي خو معاشي پېکج دې ورته ورکړي نو اوس چې يې لومړی په خېبر پښتونخوا ورګډ کړي نو بیا خو دغه پېکج ولاړو نو تر هرڅه لومړی دوی ته پېکج پکار دی او د ایف سي ار د ختمولو خو هېڅ یو پارلماني غړی هم مخالف نه دی.

له کرمې اېجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي ساجد حسېن توري مشال راډيو ته وویل چې د پاکستان سیاستوال د فاټا له حالاتو ناخبره دي او یواځې بیانونه ورکوي که دوی سنجیده وي نو په اسمبلۍ کې دې هم د دوی مرسته وکړي.

نوموړي وویل که وکتل شي نو چې دا څومره سیاست وال دي، هغوی په فاټا باندې سیاست کوي.

نو دوی غواړي چې کومې په این اېف سي ایوارډ کې پېسې دي هغه دې قبایلو ته ورکړل شي او قبایلو ته دې آسانتیاوې ورکړي نو دا اوس چې کومه مسله روانه ده په دې کې غټ لاس د حکومت دی په اسمبلۍ کې د کورم پوره کولو زمه واري د حکومت ده او اوس د فاټا پارلماني غړیو په زاهد حامد فشار واچولو چې دا ځل دا بل تاسو وړاندې کوی نو خپلو غړیو ته ووایاست چې اسمبلۍ ته راشي او د دې بل مرسته وکړي نو هله به دا منظورېږي.

د ذکر ده د روانې میاشتې په اتمه نېټه د فاټا اصلاحاتو په غونډه کې وزیراعظم شاهدخاقان عباسي د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد ته امر کړی وو چې د قبایلي سیمو په قامي بهیر کې شاملولو لپاره دې په سمدستي توګه قانون سازي وکړي.

XS
SM
MD
LG