د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي چې په واشنګټن کې ناستو خلکو ته د پاکستان او دې سيمې د حقیقي صورتحال ادراک نشته دی. نن (ستمبر نهمه) په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته هغه وويل چې پاکستان له امریکا سره خپلې اړيکې خرابول نه غواړي خو هر څه ته به د خپل هېواد د ګټو په نظر کې ساتلو سره کوي.