د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف په ۲۶ سېپټمبر احتساب عدالت ته وړاندې کېږي


د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف احتساب عدالت ته وړاندې کېدو لپاره له لندنه و اسلام اباد ته رسيدلی دی.

د اتوار په مازيګر له لندنه و پاکستان ته تر روانيدو مخکې نواز شريف رسنیو ته وويل، هېڅ ډول درغلي يې نه ده کړې او که خبره د پاناما اسنادو وه نو په اقامه يې ولې لیرې کړ.

د نوازشريف وينا وه، د خپلې مېرمنې کلثوم نواز تپوس لپاره لندن ته راغلی وو او دوی دلته د پاته کېدو او پاکستان ته د نه تللو هېڅ اراده نه لرله.

بلخوا د نوازشريف سياسي سېکرېټري اصف کرماني نن د ګل په ورځ مطبوعاتو ته وويل، نواز شريف به سبا د نهې په ورځ احتساب عدالت ته وړاندې کېږي او په دې لړ کې قانوني او سياسي مشاورت روان دی.

د نوموړي وينا وه، له احتساب عدالته تر راوتللو ورستو به نوازشريف له رسنیو سره خبرې کوي او پاتې شوه دا خبره چې نوازشريف به تر کومه وخته په کوم ځای کې ايساريږي نو دا به په راتلونکې وخت کې ټولو ته معلومه شي.

د ذکر ده چې د احتساب قامي ادارې (نېب) پخواني وزیراعظم نوازشريف او د هغې بچو حسېن او حسن نواز ته په شپږويشتم (۲۶) سپتمبر عدالت ته د وړاندېکېدو حکم کړی دی.

د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن پخوانې صدر او د قانوني چارو کارپوه قاضي انور وايي چې په ېو کېس کې تر یوه زيات ملزمان وي او تر څو چې ټول عدالت ته حاضر نه شي تر هغو کېس پر مخ نه شي تللی.

د نوموړي وينا وه چې نوازشريف خو به سبا په خپله احتساب عدالت ته وړاندې شي او ورته به وايي چې د دوی پرضد کوم رېفرنس دی نو هغه دې وچلوي خو ترڅو چې بچي عدالت ته وړاندې نه شي نو تر هغې به دا کېس د ځنډ ښکار وي.

د يادونې ده چې احتساب عدالت نوازشريف او د هغه بچو ته په نولسم (۱۹) سېپټمبر عدالت ته د حاضرېدو حکم کړی وو خو نوموړی خپله او یا د کورنۍ لخوا يې هېڅ یو غړی عدالت ته وړاندې نه شو.

د نواز شريف سياسي سېکرېتري اصف کرماني په ياده نيټه عدالت ته ويلي ول چې د نوازشريف مېرمن د ناجوړۍ له کبله ډاډه نه دي چې نوازشريف او بچي به يې کله پاکستان ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG