د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځېنې بهرنۍ جاسوسي ادارې پاکستان ناکراره ول غواړي. باجوه


د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي چې ځیني غیر ملکي استحباراتي ادارې او خلک یې ملک بې ثباته کول غواړي.

د پاکستان پوځ د عامو اړیکو څانګه ایې ایس پي ار خبر پاڼه د پوځ مشر په حواله وایې چې دا خلک پوځ د خپلو عزایمو په لار کې خنډ ګڼي او پرې تنقید کوي.

د پوځ مشر دا خبرې د خیبر ایجسنۍ راجګل سیمې پر یوې سرحدي څوکۍ د یوه وژل شوي پوځي لیفټینېنټ ارسلان عالم له مور او پلار سره په مري کې د خواخوږې په وخت کړې دي.

د پاکستان پوځ د عامو اړیکو څانګې د پوځ مشر په حواله زیاتوي چې دا ځیني خلک پر پوځ تنقید کوي.

جنرال قمر جاوید باجوه ویلي چې پوځ به د ملک په ښه مفاد کې خپل رول لوبوي او په ټول چیلنجونو کې به د قام ترڅنګ ولاړ وي.

خبر پاڼه د پوځ مشر په حواله وایې چې د پاکستان دښمن زموږ دښمن دی.

ده دا هم ویلې که قربانۍ هرقسمه وي ملک کې به امن او د قانون عملداري په ځایې کوي.

د پاکستان پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور تیره میاشت په یویشتمه نیټه یو پریس کانفرنس ته ویلې وو چې د خیبر ایجسنۍ په راجګال سیمه کې اپریشن خیبر فور ترسره شوې او سیمه له وسله والو پاکه کړل شوې ده.

د پوځ ویاند ویلي و چې په خیبر فور پوځي عملیاتو کې دوه پنځوس وسله وال وژل شوي، یو دېرش ژوبل او څلورو خپلځانونه پوځ ته سپارلي وو.

XS
SM
MD
LG