د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه د خپل کلتور ورځ باید څنګه ولمانځي؟


په پاکستان او افغانستان کې د سپټمبر پر ۲۳مه د پښتنو د کلتور نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

د کوټې د پښتو اکېډمۍ له خوا د جوړ شوي درې ورځني نړیوال سیمینار وروستۍ ورځ هم د پښتنو د کلتور د نړیوالې ورځې مراسمو ته ځاتګړې شوې وه.

لیکوال او شاعر اباسین یوسفزي وویل ،

زه دا ګڼم چې د نړۍ په هر ګوټ کې چې پښتانه اوسېږي دا ورځ دې ولمانځي او ځان دې پرې خبر کړي

​" کلتور باید په محدودو معنو کې وانه خیستل شي، دا د انساني ژوند ژواک سره تړلې خبرې دي، په دې کې ژوند ژواک ، غم ښادي ، خوراک پوشاک، مذهب او د ژوند تېرولو طریقې شاملې دي. د هر قام د کلتور خپل رنګ وي. د هرې جغرافیې خپل اثر وي،زه دا ګڼم چې د نړۍ په هر ګوټ کې چې پښتانه اوسېږي دا ورځ دې ولمانځي او ځان دې پرې خبر کړي."

لیکوال او شاعر دروېش درانی وایي دا ورځ ډیر ارزښت لري خو لا به هم وخت اخلي چې پښتانه ورباندې پوه شي.

ده وویل ، دوه کاله وړاندې د پښتونخوا ، بلوچستان او کابل پوهان هم په کوټه کې پر دې سلا شول چې د پښتنو د کلتور ورځ وټاکي، او ټول پر دې ورځ او په دې نیټه سره یو ځای شول.

ځوان لیکوال او شاعر خان زمان کاکړ بیا وایي تر اوسه یوې نماینده ادارې هم دا ورځ نه ده ټاکلې او بیا باید پښتانه پر هغو مسلو زیاتې خبرې وکړې د کومو له وجې چې دوی تر اوسه وروسته پاتې دي.

ده وویل ، ایا موږ دا ولمانځو چې د ۵۰ فیصدو نه زیاتې ښځې په کورونو کې بندیوانې دي، او یا په پاکستان کې د پښتنو مشکلات ،غربت او ناامني ولمانځو،دا یو نمایشي خبره ده.

د دې لپاره په ملي کچ یوه لویه سټراټیجي پکار ده،او بیا د دغې له لارې د هرکال لپاره ګډپلانونه جوړول دي،

یو بل نومیالی پښتون لیکوال او شاعر غفور لېوال وایي دا به لا هم وخت اخلې چې پښتانه چې په سیمه او دا شان نړۍ کې خواره پراته دي د دې ورځې په اهمیت خبر شي،

غفور لیوال وویل ، باید د دې ورځې لپاره یو کوټلی پلان جوړ شي او د دې لپاره په ملي کچه یوه لویه تګلاره پکار ده.

ده وویل ،د بېلګې په توګه یو کال باید موږ پر تاریخي اثارو خبرې وکړو ، بل کال د پښتو ژبې د پرمختګ په اړه وي ، یو کال پښتو موسیقۍ ،سینیما اوتیېټر او پښتو فوک لور ته ځانګړی کړو،بل ځل بیا د پښتو ادبیاتو په برخه کې کار وکړو،

ده ده په وینا داسې ممکنه ده چې په پښتون ولس کې په دې اړه شعور رامنځ ته کړل شي او هغوی ته ګټه ورسول شي.

​غفور لیوال دا هم وویل چې ښځې د هر کلتور یوه مهمه برخه جوړوي باید پر دې ورځ د ښځو د هلو ځلو ، کار او د دوی پر مسلو هم بحثونه وشي. او په داسې غونډو کې د ښځو برخه او رول یقینې کړل شي.

XS
SM
MD
LG