د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف وايي ، په جمهوري حکومت کې د اپیل حق ورڅخه اخیستل شوی دی


نواز شریف په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال
نواز شریف په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال

د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف ويلي دي چې پر هغه جوړې شوې مقدمې بې بنياده دي.

نواز شریف دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د احتساب عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

نواز شریف وویل ، د پوځي واکمن په دور کې یې د اپيل حق ترلاسه درلود خو اوس یې په جمهوري دور کې ترې دغه حق هم تروړل شوی دی.

هغه د اسلام اباد په پنجاب هاوس کې خبري غونډې ته وویل چې ټول قام په دې خبر دی چې دی ولې نااهله ګرځول شوی.

نوموړي وویل ، هغه تنخواه چې ده اخستې نه ده او عدالت وايي چې پر دې هغه صادق او امين نه دی پاتې.

نواز شریف زياته کړه چې د ملک په تاريخ کې دا لومړۍ مقدمه ده چې د تورونو تر پورې کېدو وروسته له دفاع کوونکي ټول اييني او قانوني حقونه تروړل شوي دي.

د ده په وینا ، يو وار عدالت دغه درخواست بې بنياده وګرځاوی ، بيا يې د مقدمې اورېدنه پېل کړه چې څارنه يې هم په خپله کوي.

لرې کړل شوي وزیراعظم نواز شریف وویل " په پراسراره توګه يوه ګډه پلټنيزه ډله جوړه کړل شوه چې څارنه يې هم دغه عدالت کوله، د دغه عدالت کله درې او کله پينځه ججانو صاحبانو فېصلې واورولې. بيا هم دغه عدالت د نېب کنټرول په خپل لاس کې واخست، د احتساب عدالت څارنه هم کوي او که ضرورت پېښ شو نو هم دا عدالت به زما اخيري درخواست هم اوري"

نوازشريف وويل چې ګډې پلټنيزې ډلې ته هغه بيا بيا وړاندې شو څوک چې د ده په خبره د واټس اېپ له لارې ټاکل شوي وو.

ده وویل ،په دغه پلټنيزه ډله کې هغه خلک هم شامل وو د چا پرضد چې په خپله پلټنې روانې دي او سپريم کورټ هم د هغوي پرضد څه نه شي کولی.

نوازشريف د خپلې نااهلۍ په لامل هم نيوکې وکړې او وې ويل چې چې کرپشن، رشوت يا د واک غلط استعمال ثابت نه کړل شو نو د اقامې بهانه جوړه کړل شوه.

نواز شریف وویل ، د عدالتي فېصلې سره سم ما خپله څوکۍ پرېښوده خو پر دې فېصله يوازې وکيلان نه هر پوهه کس حېران دی ، چې کومه فېصله اييني او قانوني پوهان يې نه مني زه يې څنګه ومنم"

نواز شریف وویل ، په نخښه دی او د ده کورنۍ ده خو سزا ټول پاکستاني ولس ته ورکول کېږي.

نواز شریف له اسلام اباده لاهور ته پر لاره د تلو پر وخت کړې هغه خبره بیا تکرار کړه چې د اهليت او نااهلۍ پرېکړه بايد شل کروړه ولس وکړي او دا د هغوي اييني حق دی.

نواز شریف تر خبري غونډه وړاندې د سېشنبې په سهار وختي د احتساب قامي ادارې (نېب) له خوا د هغه پرضد لګول شوو درې درخواستونو د اورېدنې لپاره د اسلام اباد احتساب عدالت ته وړاندې شو او عدالت پر هغه فرد جرم لګولو لپاره د اکتوبر دویمه نېټه وټاکله.

عدالت بل اړخ ته د هغه زامن حسن نواز ، حسېن نواز،لور مريم نواز او زوم کېپټن (ر) صفدر هم د اکتوبر پر دویمه نيټه وربللي دي.

XS
SM
MD
LG